Deen Ki Mali Khidmat Ke Fazail

Book Name:Deen Ki Mali Khidmat Ke Fazail

روپےدے)يا چاله د دي ترغيب ورکړي يا د دي دپاره منډه ترړه ووښي۔اے الله پاکه!د دي نه مخکښي هغه له مرګ مه راولي  ترکومه پوري چي ئي ستا د حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خوب کښي زيارت نه وي کړےاود هغه سره د موراو پلاره مغفرت نصيب کړي۔

 اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: يوه ورځ د الله پاک پۀ لار کښې

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د قرآن او د سُنَّت خدمت کولو، د دِينِ اِسلام د خورولو، د سُنَّتو عام کولو د پاره د عاشقانِ رسول د دِيني تحريک دعوتِ اِسلامي د دِيني ماحول سره خپل تړون نور هم مضبوط کړئ! پۀ 12 ديني کارونو کښې هم پوره برخه اخلئ، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دين او دنيا بے شميره خيرونه به درنصيب شي۔ پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار يوه ورځ د الله پاک پۀ لار کښې هم دے۔

* د اوسني وخت عظيم او روحاني شخصيت اميرِ اهلسنّت مولانا محمد الياس عطار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه مونږ له دا مَدَني مقصد راکړے دے چې ”ما ته د ځان او د ټولې دُنيا د خلقو د اِصلاح کوشش کول دي۔“ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم!

* د دعوتِ اِسلامي والا عاشقانِ رسول د دې مَدَني مقصد پوره کولو د پاره بانډو، د ښار طرفونو او د ښار داسې علاقې چرته چې ديني کار کمزورے وي هلته ځي او د نيکۍ دعوت عام کوي * پۀ هره يوه ورځ خصوصاً د جُمعې/اتور پۀ ورځ اِسلامي وروڼه دغه علاقو ته ځي * هلته پۀ جومات کښې نفل اعتکاف کولے شي * د نيکۍ دعوت عام کولے شي * تاسو هم تشريف راوړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! * د عِلمِ دِين زده کولو موقع به درته ميلاويږي * د نيکۍ د دعوت ورکولو ثواب به درنصيب کيږي * د الله پاک پۀ لاره کښې به د وتو سعادت درنصيب کيږي * د حديثِ پاک خُلاصه ده: پۀ کوم قدم