Book Name:Deen Ki Mali Khidmat Ke Fazail
يـې وفرمائيلو: هغه اوبه دي۔ * هغوئي عرض وکړو: يا الله پاکه! آيا څۀ مخلوق مو د اوبو نه هم زيات طاقتور پيدا کړے دے؟ ارشاد يـې وفرمائيلو: هغه هوا ده۔ * هغوئي عرض وکړو: يا الله پاکه! آيا د هوا نه مو زيات طاقتور څۀ مخلوق پيدا کړے دے؟ الله پاک وفرمائيل: آؤ هغه انسان دے چې کله پۀ خپل ښي لاس باندې صدقه ورکړي نو هغه د ګڅ لاس نه پټه کړي۔
الله! الله! معلومه شوه چې پۀ دې دُنيا کښې د ټولو نه طاقتور او د ټولو نه مضبوط څيز صدقه ده کومه چې پۀ پټه باندې ورکړے کيږي۔ د دُنيا د ټولو مضبوطو نه مضبوط څيز هٰغه کار نشي کولے کوم کار چې د بنده ورکړے شوې صدقه کوي۔
د حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام پۀ زمانه کښې يو دوبـي وو هغۀ به د خلقو جامې د يو بل سره بدلولې، خلقو حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام ته د هغۀ پۀ باره کښې وه وئيل نو حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام د الله پاک پۀ بارګاه کښې عرض وکړو: يا الله پاکه! دا هلاک کړې، يوه ورځ هٰغه دوبـي د خپل معمول مطابق ووتلو، د هغۀ سره درې ډوډۍ وې، يو سوالګرے راغلو نو هغۀ يوه ډوډۍ يـې هغۀ له ورکړله، سوالګري ورته دُعا وکړه: الله پاک دې تا د اسماني افتونو نه بچ کړي، دوبـي د دُعا نه متاثره شو او هغۀ له يـې يوه بله ډوډۍ هم ورکړه، پۀ دې باندې سوالګري دُعا وکړه: الله پاک دې تا د ټولو افتونو نه محفوظ وساتي، هغۀ دريمه ډوډۍ هم ورکړله، پۀ دې باندې سوالګري يوه بله دُعا وکړله چې الله پاک دې تا ته د توبې توفيق درعطا کړي۔ پۀ دغه وخت کښې يو ډير غټ مار د هغۀ د کپړو ګيډي ته داخل شوے وو۔ دوبـي چې کله د کپړو راخستو اراده وکړه نو مار هغۀ له ټَک ورکول غوښتل خو يوې فرښتې هٰغه مار ته هم هٰغه وخت واګې واچول او