Deen Ki Mali Khidmat Ke Fazail

Book Name:Deen Ki Mali Khidmat Ke Fazail

څوک چې د دِين پۀ خِدمت کښې مصروف دي * څوک چې پۀ عِلمِ دِين زده کولو کښې مصروف دي * پۀ ښودلو کښې مصروف دي، پۀ هغوئي باندې صدقه کول، د هغوئي مالي خِدمت کول، د دې نا اشنا شان دے۔ پۀ دريمه سيپاره، سوره بقره کښې د صدقې او د خيرات احکام، د دې فضائل، پۀ دې باره کښې تعليمات پۀ تفصيل سره ذِکر کړے شوي دي، بيا دا صدقه او خيرات چا له ورکول دي، مالي خِدمت د چا کول دي؟ د دې نور ډير مَصارَف (د خرچ کولو ځايونه) دي خو پۀ دريمه سيپاره کښې د دې يو خاص مَصرَف (پۀ کوم ځائے کښې چې خرچ کول پکار دي هغه) الله پاک ذِکر کړو، ارشاد دے:

لِلْفُقَرَآءِ الَّذِیْنَ اُحْصِرُوْا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰہِ لَا یَسْتَطِیْعُوْنَ ضَرْبًا فِی الْاَرْضِ ۫      (پارہ:3، سورۂ بقرہ:273)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: د هٰغه فقيرانو د پاره کوم چې د الله پۀ لاره کښې ايسار کړے شول، هغوئي پۀ زمکه کښې نه شي ګرځيدلے، ۔

پۀ تفسير صراط الجنان کښې دي: دا آيت مبارک د صُفّه والؤ پۀ حق کښې نازل شو، د دې حضراتو شميره 400 ته نزدې وه * دوئي هجرت کړے وو او مدينے منورې ته راغلي وو * دلته نۀ د دوئي کور وو * نۀ قوم قبيله وه * دوئي به ټول وخت د الله پاک پۀ عبادت کښې تيرولو * د دوئي هُم دوه کارونه وو: (1): د شپې به يـې عِلم دِين زده کولو (2): د ورځې به يـې د دِين خدمت کولو، نو الله پاک وفرمائيل: د صدقې او خيرات او مالي خِدمت بهترين مَصرَف دا د صُفّه والا دي، چا چې خپل ځانونه د دِين د خدمت د پاره، د عِلمِ دِين زده کولو، ښودلو د پاره وقف کړے دے۔

علمائے کرام فرمائي: هٰغه مشائِخ * هٰغه علمائے کرام * د عِلمِ دِين طالبِ علمان * هٰغه مُبَلِّغِين چا چې خپل ځان د دِين د خِدمت د پاره وقف کړےوي ، هغوئي پۀ دِيني کارونو کښې دومره مصروفه ويچې د حلال رزق ګټلو د پاره ورته وخت نه