Book Name:Deen Ki Mali Khidmat Ke Fazail
مونږه د هٰغه زمانې ډير لوئي مُحَدِّث صاحب له لاړو، هغۀ به مونږ ته روزانه حديثونه ليکل۔
مونږه ټول دوستان به پۀ يو جومات کښې اوسيدو * مسافري وه * غريبي وه * تنګ دستي وه * څوک زمونږ د تکليفونو نه خبر نۀ وو * مونږ هم چرې چا ته خپل تکليفونه نه وو بيان کړي۔ يو ځل داسې وشول چې زمونږ سره څومره پيسې وې، ټولې ختمې شوې، لوږه شروع شوه، تر دې پورې چې مونږه درې ورځې او درې شپې پۀ نهره تيرې کړلې، د لوږې پۀ وجه کمزوري زياته شوه، ګرځيدل راته هم ګران شول۔
حضرت حَسَن بن سفيان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د دې لوږې پۀ حالت کښې دريمه ورځ هم راغله، بيا خو کمزوري انتها ته رسيدلې وه، زۀ د جومات يو ګوټ ته لاړم او نـمونځ مې شروع کړو، د نـمونځ نه پس مې دعا وکړه، لا د دُعا نه فارغ شوے هم نه ووم چې جومات ته يو ځلمے داخل شو، هغۀ پوښتنه وکړه: حَسَن بن سفيان څوک دے؟ ما وه وئيل: زۀ يم۔ ځلمي وه وئيل: زمونږ د ښار حاکم طُولُون ستاسو د پاره خوراک راليږلے دے۔
ما پۀ حيرانتيا سره پوښتنه وکړه: حاکِم ته زمونږه پۀ باره کښې څنګه پته ولګيده؟ هٰغه ځلمي وه وئيل: زۀ خادِم يم، نن سحر زۀ زمونږه حاکِم راوغوښتم او اوئې وئيل: د فلانکۍ محلې فلانکي جومات ته لاړ شه، هلته د دِين طالبِ عِلمان دي، هغوئي د دريو ورځو او دريو شپو راسې نهر دي، هغوئي له خوراک او څۀ رقم هم ورکړه! او زما د طرف نه ورته معذرت هم وکړه چې زۀ د هغوئي د حالت نه خبر شوے نۀ ووم، سبا به زۀ پخپله د هغوئي بارګاه ته حاضريږم او معافي به ترينه غواړم۔
هٰغه ځلمے وائي: د ښار د حاکِم دا خبرې چې مې واوريدلې نو زۀ حيران شوم، ما پوښتنه وکړه: جناب! اخر د دې عنايت وجه څۀ ده؟ حاکِم وه وئيل: د شپې چې کله زۀ پۀ بستره باندې سملاستم، لا مې سترګې ورغلې وې چې ما خوب وليدلو: پۀ اَس باندې