Deen Ki Mali Khidmat Ke Fazail

Book Name:Deen Ki Mali Khidmat Ke Fazail

چې کومه شرح بيان کړې ده، د هغې خُلاصه دا ده چې دا يعنې د سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ټول کال د پاره غَلّه جمع کول، د بنو نُضَير د قلعې فتح کولو نه پس خبره ده۔ دا هم ياد ساتئ چې حضور، جانِ کائنات صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به اګر چې د ټول کاله غَلّه جمع کوله خو د اُمَّت پاکو مئيندو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُن به پۀ کثرت سره صدقه او خيرات کولو، د ټول کال غَلّه به زر ختميدله او نوبت به لوږو ته رسيدلو۔ ([1]) 

بھوکے رہتے تھے خود اوروں کو کھلا دیتے تھے                                                          کیسے صابِر تھے مُحَمَّد کے گھرانے والے

د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ټول کال غَلّه جمع کول دې د پاره دي چې دا عمل د اُمَّت پۀ حق کښې سُنَّت جوړ شي، ګنې د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کور والا د کمزوري زړۀ والا نۀ وې (بلکې هغوئي پۀ الله پاک باندې کامِل باور لرونکې وې)۔ ([2])

د مختلفو سنتو زده کولو د پاره د مکـتبة الـمدينه د بهارِ شريعت جلد: 3 نه حصه نمبر 16 او د شيخ طريقت، امير اهلسنت علامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُهُمُ الْعَالِیَه د 91 صفحو رساله 550  سنتیں اور آداب واخلئ او اوئې لولئ! د سنتو زده کولو يوه بهترينه ذريعه د دعوتِ اِسلامي پۀ مَدَني قافلو کښې د عاشقانِ رسول سره د سنتو ډک سفر کول هم دے۔

اُلفتِ مصطفےٰ اور خوفِ خدا                                                                                                    چاہئے گر تمہیں قافلے میں چلو

گر مدینے کا غم چاہئے چَشمِ نَم                                                                                           لینے یہ نعمتیں قافلے میں چلو([3])

الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

 


 

 



[1]... مرآۃُ المناجِیْح، جلد:5، صفحہ:949۔

[2]... احیاء العلوم، کتاب: توحید، جلد: 4، صفحہ:343۔

[3]...وسائل بخشش، صفحہ:669۔