Deen Ki Mali Khidmat Ke Fazail

Book Name:Deen Ki Mali Khidmat Ke Fazail

يعنې د الله پاک پۀ لاره کښې د خرچ په  بندولو سره يا کمولو سره خپل ځان پۀ هلاکت کښي مۀ غورځوئ۔ پۀ روايتونو کښې دي: انصار صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم به صدقه او خيرات کولو، يو کال هغوئي د تنګ دستي  [يعنې غريبۍ] سره مخ شول نو هغوئي د الله پاک پۀ لاره کښې صدقه او خيرات بند کړو، پۀ دې باندې دا آيت مبارک نازل شو  او وفرمائيلے شول چې ([1]) د الله پاک پۀ لاره کښې دخرچ  په بندولو سره خپل ځان پۀ هلاکت کښې مۀ غورځوئ!

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! معلومه شوه: چې د الله پاک پۀ لاره کښې نۀ لګول د هلاکت وجه ده * ظاهره ده چې مونږه صدقه او خيرات نه کوؤ نو پۀ معاشره کښې به غريبي زياتيږي * د غريبانانو د حال د پوښتنې به هيڅوک نه پاتې کيږي او لوږه به زياتيږي * غريبانان به د غريبۍ ښکار کيدو سره پخپله د خود کشۍ لار خپلوي او داسې زمونږه پۀ معاشره کښې کيږي هم * که چرې مالداره خلق صدقه او خيرات نه کوي نو د جوماتونو نظام به څنګه چليږي؟ * مدرسې به څنګه چليږي؟ * ماشومان به د قرآن او سُنّت تعليم څنګه حاصلوي؟ * زمونږه نسلونو ته به دِين څنګه رسي؟ هم داسې ډير صورتونه دي چې که چرې مونږه خيراتونه او صدقې پريږدو نو پخپله د هلاکت ښکار کيدے شو۔

الله پاک دې مونږ له د زړۀ د اِخلاصه د صدقو او خيراتونو کولو، د الله پاک پۀ راکړے شوي مال کښې د هغۀ پۀ لاره کښې د لګولو سعادت راکړي۔ راځئ چې د الله پاک پۀ لاره کښې د لګولو فضيلتونه واورو:


 

 



[1]... تفسیر صراط الجنان ، پارہ:2 ، سورۂ بقرہ، زیرِ آیت:195 ، جلد:1 ، صفحہ:309 -310 خلاصۃً۔