Deen Ki Mali Khidmat Ke Fazail

Book Name:Deen Ki Mali Khidmat Ke Fazail

د بيان اوريدلو  نيتونه

پۀ حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیَّات د اعمالو دار و مدار پۀ نيتونو دے۔ ([1])

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ ښو ښو نيتونو د عمل ثواب زياتيږي۔ راځئ چې د بيان اوريدو نه مخكښې څۀ ښۀ ښۀ نِيَّتونه وكړو: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * پۀ اَدب به کښينم * ښۀ پۀ توجُّه به بيان اورم * څۀ چې واورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم۔

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

18 کسان مسلمانان شول

حضرت محمد بن جَرِير رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: مونږه يو څو دوستان پۀ شريکه د عِلمِ دِين زده کولو د پاره پۀ سفر باندې روان شو۔ يو ښار ته ورسيدلو، هلته پۀ عِلمِ دِين زده کولو کښې مصروفه شو۔ څۀ موده مو دلته تيره کړله، پۀ دغه وخت کښې زمونږ سره خرچه ختمه شوه۔ مونږه دوستانو اراده وکړه چې راځئ چې واپس کور ته لاړ شو (خرچه به راواخلو او واپس به راځو)۔ اوس لا مونږه اراده کوله چې يو غير مسلمه زمونږ خوا له راغلو، هغۀ مونږ ټولو له درې درې درهمې راکړې! لږه خرچه راغله۔ د دې نه پس هغۀ مونږ له 40 ځله  درهمې راکړې! مونږ د هغۀ نه پوښتنه وکړه چې تۀ خو مسلمان نۀ يـې، تۀ مونږ له دا رقم ولې راکوې؟ هغۀ وه وئيل: ما پۀ تورات شريف کښې لوستلي دي چې د ټولو نه افضله صدقه هٰغه ده کومه چې د دِين طالبِ عِلم له ورکړے شي۔ دلته (يعنې پۀ تورات والؤ کښې) خو څوک هم داسې پۀ عِلمِ دِين زده کولو کښي مصروف نه دے، ځکه


 

 



[1]... بخاری، کتاب بدء الوحی، صفحہ:65، حدیث:1 ۔