Book Name:Deen Ki Mali Khidmat Ke Fazail
باندې مونږ پۀ الله پاک باندې هم ايمان لرو، د هغۀ پۀ خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې هم ايمان لرو، الله پاک دې زمونږه ايمان سلامت وساتي۔ (2): دويم کار څۀ کول دي؟ د دِين مالي او ځاني خِدمت کول دي، څومره چې کيدے شي د دِين د خِدمت د پاره وخت هم ورکول دي او چې څومره کيدے شي د دِين مالي خِدمت هم کول دي۔
دلته دا هم يوه ښکلې او ايمان تازه کوونکې خبره ده۔ مونږ چې مارکيټ ته لاړ شو نو د څيزونو قيمت مقرر وي، دا څيزونه پۀ څو دي؟ پۀ 1000 روپۍ۔ دا څيز پۀ څو دے؟ پۀ 1500 روپۍ۔ بيا چې د چا سره زر، پينځلس سوه روپۍ وي، هغۀ خو به څيز واخلي، د چا سره چې دومره رقم نشته، سل روپۍ هم کمې دي نو هغۀ هُم هٰغه څيز ته صرف پۀ ارماني سترګو کتلے شي۔ د الله پاک کرم ته وګورئ! وړومبے خو يـې دې ته تجارت وفرمائيلو، بيا يـې د قيمت څۀ قيد هم اونه لګولو، د چا پۀ جيب کښې چې لس روپۍ دي نو هغۀ پۀ لس روپۍ دا تجارت کولے شي، د چا سره چې سل روپۍ دي نو هغۀ پۀ سل روپۍ باندې دا تجارت کولے شي، د چا چې څومره توفيق، څومره همت، څومره وَس وي هُم پۀ هٰغه همره خِدمت دا تجارت کولے شي۔
ښه۔۔۔!! بيا چې مونږه دا تجارت وکړو، مونږ د دِين مالي او ځاني خِدمت وکړو نو پۀ بدله کښې به څۀ ميلاؤيږي؟ درې انعامونه به ميلاؤيږي:
اوئې فرمائيل:
یَغْفِرْ لَکُمْ ذُنُوْبَکُمْ
(سيپارو: 28، سورة صف: 12) ترجمهٴ کنزُ العِرفان: هغۀ به ستاسو ګناهونه اوبخښي۔
دا وړومبے انعام دے، کوم بنده چې دا نا اشنا تجارت وکړي يعنې د دِينِ اِسلام مالي او