Deen Ki Mali Khidmat Ke Fazail

Book Name:Deen Ki Mali Khidmat Ke Fazail

زوي د سمندر پۀ سفر باندې تلے دے تاسو د الله پاک نه د هغۀ د پاره سوال وکړئ نو حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ وفرمائيل: د هغۀ د طرف نه صدقه ورکړه۔ هٰغه وخت سمندر پۀ موجونو وو او جاز ډوبيدو ته نزدې وو، هٰغه کَس چې کله د زوي د طرف نه صدقه ورکړه نو دا اواز تر غوږو شو چې اے سورلو! ستاسو د پاره سلامتيا ده، بے شکه الله پاک فِديه قبوله کړه۔ ([1])

د صدقې ورکولو فضيلتونه او ثوابونه

* صدقه او خيرات کول زمونږه د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عظيم سُنّت دے، د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د درِ جُود او سخاوت نه به يو سوال کوونکے هم خالي لاسونه نه تللو ([2])  * صدقه ګناهونه داسې ختموي لکه څنګه چې اوبه وور مړ کوي ([3])  * صدقه د دوزخ د وور نه بچ کوي، پۀ حديثِ پاک کښې دي څوک چې د الله پاک د رضا پۀ خاطِر صدقه ورکړي نو هٰغه صدقه د هغۀ او د وور ترمينځه پرده جوړيږي ([4]) * صدقه د الله پاک غضب ختموي او بد مرګ دفع (يعنې لرې) کوي ([5]) * د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: پۀ صدقه ورکولو کښې تادي کوئ ولي چې بلا د صدقې نه نۀ شي اوړيدے ([6]) * صدقه کوونکے به د قيامت پۀ ورځ د خپلې صدقې پۀ سوري کښې وي ([7]) * صدقه د بدۍ 70 دروازې بندوي ([8]) * صدقه د قبر د ګرمۍ نه بچ کول کوي ([9]) * د مسلمان صدقه د هغۀ عمر


 

 



[1]... نزہۃ المجالس، باب فضل الصدقہ، صفحہ:14۔

[2]... فیضانِ  سخی سرور، صفحہ:6۔

[3]... ابنِ ماجہ ، كتاب الفتن ، باب كف اللسان فى الفتنہ، صفحہ:649 ، حديث:3973 ۔

[4]... معجمِ  كبير، جلد:10 ، صفحہ:409 ، حديث:20584۔

[5]... ترمذى، کتاب الزكاة، باب ما جاء فى فضل الصدقہ، صفحہ:189، حديث:664 ۔

[6]... مشکاة المصابیح، کتاب الزكاة، باب الانفاق وکراهیہ ...الخ، جز:1 ، جلد:1، صفحہ:359 ، حدیث:1887۔

[7]... سننِ کبری للبیہقی، کتاب الزكاة ، باب التحریض علی...الخ ، جلد:4 ، صفحہ:379 ، حديث:7751۔

[8]... معجمِ  کبير، جلد:3 ، صفحہ:148 ، حديث:4276۔

[9]... شُعَبُ الْاِيمان، جلد:3 ، صفحہ:212 ، حديث:3347۔