Book Name:Deen Ki Mali Khidmat Ke Fazail
زياتوي ([1]) * الله پاک د صدقې پۀ برکت تکبر او فخر لرې کوي ([2]) * صدقه 70 قِسمه بلاګانې منع کوي پۀ کومو کښې چې د ټولو نه کمه بلا بدن ورانيدل او سپين داغونه دي۔ ([3])
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! ستاسو خپل دِيني تحريک دعوتِ اِسلامي، دا وخت د دعوت د اتياؤ 80 نه پۀ زياتو شعبو کښې ديني فريضې ترسره کوي۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! * د کنزُ الـمدارس بورډ پۀ نوم باندې د دعوتِ اِسلامي خپل تعليمي بورډ دے * تقريباً د 16 زره 500 نه زيات جامعات او مدارسُ الـمدينه (بوائز اينډ ګرلز) جوړ کړے شوي دي، پۀ کومو کښې چې د حفظ او ناظرې، عالِم کورس (درسِ نظامي)، مختلف تَخصُّصَات (Specialization)، د فرض علوم کورسونه کولے شي * د جامعات او مدارسُ الـمدينه (بوائز اينډ ګرلز) د طالبِ علمانو شميره څه کم يا زيات 5 لاکهه 23 زره ده * د زيات عمر اِسلامي وروڼو او خوئيندو ته د قرآنِ کريم د تعليم ورکولو د پاره اوسه پورې تقريباً د 68 زرو نه زيات مدارس الـمدينه بالغان و بالغات جوړ کړے شوي دي په کومو کښي چي د لوستونکو شميره تقريبا4لاکه ده* د فيضان آن لائن اکيډمۍ پۀ ذريعه تقريباً 24 زره زنانه او نارينه طالبِ علمان دِيني تعليم حاصلوي * اوسه پورې تقريباً 21 دار الافتاء اهلِسُنَّت جوړ کړے شوي دي پۀ کومو کښې چې د شرعي رهنمائيو شميره د مياشتې اوسطاً 20 زره ده * د الـمدينةُ العلميه (Islamic Research Center) پۀ ذريعه پۀ دِيني لټريچر باندې تحقيقي کار کولے شي، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ!