Deen Ki Mali Khidmat Ke Fazail

Book Name:Deen Ki Mali Khidmat Ke Fazail

ادابو بيانولو سَعَادت حاصلووم۔ تاجدارِ رسالت، شهنشاهِ نبوت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِي فَقَدْ اَحَبَّنِي وَمَنْ اَحَبَّنِي كَانَ مَعِي فِي الْجَنَّةِ چا چې زما د سُنّتو سره محبّت وکړو هغۀ زما سره محبّت وکړو او چا چې زما سره محبّت وکړو هغۀ به پۀ جنّت کښې زما سره وي۔ ([1])

سینہ تیری سُنّت کا مدینہ بنے آقا!                                                                        جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

”پۀ کور والؤ باندې خرچ کول“ د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت دي

د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 2 فرامين مبارک دي: (1): د قيامت پۀ ورځ باندې به د عمل پۀ تَله باندې د ټولو نه وړومبے د بنده پۀ خپل کور والؤ باندې خرچ کړے شوے مال کيښودے شي۔ ([2]) (2): څوک چې د ثواب پۀ نيت باندې پۀ خپل کور والؤ باندې خرچ وکړي نو دا د هغۀ د پاره صدقه ده۔ ([3])

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ کور والؤ باندې خرچ کول د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت دي * زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به پۀ خپل کور والؤ باندې خرچ کولو * د حديثِ پاک مطابق د هجرت نه پس يو وخت داسې هم راغلو چې رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د خپل کور والؤ د پاره د ټول کال غَلّه جمع کوله۔ ([4])

د دې حديثِ پاک لاندې د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه 


 

 



[1]... تاریخ دمشق، جلد:9، صفحہ:343۔

[2]... معجم الاوسط ،جلد:4، صفحہ: 329، حدیث: 6135۔

[3]... مسلم ،کتا ب :الزکاۃ، صفحہ:502، حدیث:1002۔

[4]... احیاء العلوم، کتاب: توحید، جلد: 4، صفحہ:343۔