Khwaja Huzoor Ki Nirale Shan

Book Name:Khwaja Huzoor Ki Nirale Shan

حکم وکړے شو چې وور بَل کړه او ځناور پرې وريت کړه او پخپله پۀ نـمونځ کښې مصروف شو۔ اتفاقي طور ضياءُ الدِّين فلسفي هم هلته راغلو، حُضُور خواجه غريب نواز رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه د نـمونځ نه فارغ شو، خادم وريت کړے شوے ځناور وړاندې کړو، خواجه حُضُور رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه ضياءُ الدِّين له هم دعوت ورکړو، هغۀ چې څنګه د وريت کړے شوي ځناور غوښه خپلې خُلې ته کړه نو د زړۀ دُنيا يـې بدله شوه، د فلسفې او د عقل پرستۍ کومه تيارۀ چې يـې پۀ زړۀ باندې راخوره وه، هغه لرې شوه او د هغې پۀ ځائے د معرفت انوار جاري شول، ضياءُ الدِّين فلسفي د هغې انوارو تاب را نه وړے شو او بے هوشه شو او راپريوتو، بيا خواجه غريب نواز رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه د خپلې خُلې يوه نمړۍ د هغۀ پۀ خُله کښې کيښودله نو هغۀ پۀ هوش کښې راغلو۔ بيا څۀ وو، هٰغه فلسفي کوم چې لږ وخت مخکښې عقل پرست وو، د اوليائے کرامو د شان او د عظمت نه به يـې انکار کولو، صوفيائے کرامو ته به يـې بدې رَدې وئيلې، بيا د هغۀ زړۀ د معرفت پۀ انوارو رڼا شوے وو، هغۀ د حُضُور خواجه غريب نواز رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه پۀ لاس باندې توبه کړله، د فلسفې نه يـې ځان خلاص کړو او د خواجه حُضُور رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه مُريد جوړ شو۔ ([1])

سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د اوليائے کرامو ځانګړي شانونه وي، څوک چې عقل پرست وي، پۀ شيطاني وسوسو کښې راځي او د اوليائے کرامو نه انکار کوي، اوليائے کرام پۀ خپل ځان باندې قياس کوي، داسې کَس ډير بيوقوف دے، ډير بد حکم لګوي۔ ځکه مونږ له پکار دي چې اوليائے کرام رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْہم چرې هم پۀ خپل ځان باندې نۀ قياس کوو، هغوئي د ځان پۀ شان نۀ ګڼو بلکې د هغوئي چې کوم شانونه پۀ قرآن او حديث کښې بيان شوي دي، د هغوئي چې کوم کرامات د صدو نه علمائے کرامرَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْہم بيانوي او پۀ کتابونو کښې يـې ليکي، پۀ هغې باندې يقين وساتو، د اوليائے کرامو محبت پۀ زړۀ کښې وه پالو او دا زيات کړو او چرې هم د دې اوچتې مرتبے د


 

 



[1]... سلطان الہند، صفحہ:142 خلاصۃً۔