Book Name:Khwaja Huzoor Ki Nirale Shan
زۀ د خپل مور پلار فرمانبردار يم، زما د دې نيکۍ پۀ برکت کمر لرې کړې، کمر لږ شان لرې شو۔ (2): دويم دُعا وکړه: اے الله پاکه! زما سره به يو کَس مزدوري کوله، ما د هغۀ مزدوري پۀ امانت دارۍ سره پوره پوره ادا کړه (هيڅ ټګي مې ورسره ونکړه)، د دې نيکۍ پۀ برکت کَمر لرې کړې، کمر لږ شان نور لرې شو (3): دريم دُعا وکړه: اے الله پاکه! ما پۀ فلانکۍ زنانه باندې قابو موندلې وه، بيا مې ستا د ويرې نه بدکاري ونکړه، زما د هٰغې نيکۍ پۀ برکت باندې کمر نور لرې کړې، کمر نور لرې شو او هغوئي درې واړه د غار نه بهر پۀ راوتلو کښې کامياب شو۔ ([1])
دا دے د نيک بنده ژوند، چا چې نيکي کړې وي، بعضې وخت هغۀ هم پۀ پريشانو کښې اخته کيږي، پۀ هغۀ باندې هم مشکلات راځي خو د هغۀ د نيکۍ پۀ برکت د هغۀ د پاره لارې پرانستے شي، هغۀ ته د پريشانو حل عطا کولے شي خو ګنهګار بنده پۀ پريشانو کښې راګيريږي، تر دې پورې چې توبه نکړي۔ بيا د اخرت معامله ده، د مرګ نه پس خو د ګنهګار او د نيک بنده پۀ حالت کښې ډير فرق وي، د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ډير مشهور حديثِ پاک دے: د مؤمِن قبر د جنَّت پۀ باغونو کښې يو باغ او د ګنهګار قبر د دوزخ پۀ کندو کښې کنده جوړيږي۔ ([2])
غرض دا دواړه لارې دي: يوه د ګناه لار ده۔ بله د نيکۍ لار ده۔ پۀ دې دواړو کښې فرق دے۔ مونږ ته کومه يوه لاره اختيارول پکار ده، چې مونږه دا غور وکړو۔ که د ګنهګارانو پۀ صف کښې ودريدو نو انجام به مو د ګنهګارانو پۀ شان وي۔ که د نيکانو خلقو پۀ صف کښې شامل شو نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! دُنيا به مو هم ښه شي او پۀ اخرت کښې به مو هم کاميابي نصيب شي۔ اوس فيصله زمونږه ده۔ توفيق ورکونکے د الله پاک ذات دے۔ الله