Book Name:Ibadat Aur Istianat
ځنګل] کښې وتښتي او ته هلته هيڅ څوک نه وينې (چې هغه ستا مدد وکړي) نو داسې اواز وکړه! اَعِیْنُونِی عِبَادَ اللہ! اے د الله بندګانو! زما مدد وکړئ! بے شکه د دغه (اواز کوونکي) مدد به وکړے شي. ([1])
عظيم مُحَدِّث، علّامه نَوَوِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: زما پخپله پۀ دې حديث شريف تجربه شوې ده، مونږه يو څو دوستان يو ځل پۀ سفر باندې وو، زمونږه ځناور زمونږ نه خلاص شو او وتښتيدو، مونږ د هغه د نيولو ډير کوشش وکړو خو ناکامه شو، هٰغه وخت ما هم داسې اواز وکړو: اَعِیْنُونِی عِبَادَ اللہ! اے د الله پاک بندګانو! زما مدد وکړئ! بس دومره وئيل وو چې ځناور ودريدو او مونږه د هغه پۀ نيولو کښې کامياب شو. ([2])
اَلْحَمْدُ لِلّٰه! مونږه صرف د الله پاک عبادت کوو، هم د هغۀ نه مدد غواړو او هم پۀ هٰغه انداز کښې مدد غواړو کوم چې مونږ ته قرآن او حديث ښودلے دے. الله پاک دې مونږ ته پۀ صحيح معنو کښې پۀ قرآن او حديث باندې د پوهيدلو او پۀ دې باندې پۀ پوره توګه د عمل کولو توفيق راعطا کړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم.
صَــلُّــوْا عَـلَـی الْـحَــبِـيْــب! *** صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد
د آيت مبارک نه حاصليدونکے عَمَلي سبق
اِیَّاكَ نَعْبُدُ وَ اِیَّاكَ نَسْتَعِیْنُؕ(۴) (پارہ :1 ، سورۀ فاتحه:4)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: مونږ صرف ستا عبادت کوو او ھم ستا نه مدد غواړو.
د دې آيت نه مونږ ته څۀ سبق حاصل شو؟ هغه کومې خبرې دي کومې چې مونږه