Book Name:Ibadat Aur Istianat
عبادت کوو. ځکه بنده له پکار دي چې پۀ عبادت کښې صرف هُم د الله پاک د رضا نيت کوي، پۀ عبادت کښې دې ريا بالکل نه کوي ځکه چې ريا ته شِرکِ اَصغَر (يعنې وړوکے شِرک) وئيلے شوے دے. مونږ که لږ سوچ وکړو! چې بنده نـمونځ کوي او پۀ زړۀ کښې يـې بندګانو ته د ښودلو، د هغوئي د خوشحالولو او د خپل واه واه طلب هم وي او بيا بنده وائي:
اِیَّاکَ نَعۡبُدُ (پارہ :1، سورۀ فاتحه:4)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: مونږ صرف ستا عبادت کوو.
نو څومره بده خبره ده، مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ما يو بزرګ وليدلو، چې کله به هغوئي پۀ نـمونځ ودريدل نو ډير به يـې ژړل، ما ترينه د ژړا وجه اوپوښتله نو اوئې فرمائيل: ما ته معلومه نه ده چې زۀ پۀ نـمونځ کولو کښې رښتونے يم او که دروغژن، پۀ ژبه خو وايو اِیَّاكَ نَعْبُدُ (مونږه هم ستا عبادت کوو) خو که زما پۀ زړۀ کښې لږه شان ريا هم راغله نو الله پاک به فرمائي: تۀ دروغژن يـې، اے کمبخته! پۀ جومات کښې ولاړ يـې او د نـمونځ پۀ حالت کښې، ما ته لاس پۀ نامه ولاړ يـې او هُم ما ته دروغ وائې، پۀ خُله خو وائې چې هم ستا عبادت کووم او پۀ زړۀ کښې دې د بَل چا د خوشحالولو خواهش دے. ([1])
عُجب و تکبُّر اور بچا حُبِّ جاہ سے آئے نہ پاس تک رِیا یاربِّ مصطَفےٰ!
جوں ہی گناہ کرنے لگوں ، تیرے خوف سے فوراً اُٹھوں میں تھرتھرا یاربِّ مصطَفےٰ!
تیری خَشیّت اور ترے ڈر سے، خوف سے ہر دم ہو دِل یہ کانپتا یاربِّ مصطفےٰ!([2])
(3): کيفيت کښې د ترقۍ کوشش کوئ!
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! الله پاک فرمائيلي دي: