Book Name:Ibadat Aur Istianat
اِیَّاکَ نَعۡبُدُ وَ اِیَّاکَ نَسۡتَعِیۡنُ ؕ(۴) (پارہ :1 ، سورۀ فاتحه:4)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: مونږ صرف ستا عبادت کوو او ھم ستا نه مدد غواړو.
علّامه احمد صاوِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: پۀ دې آيت کښي مونږ ته پۀ کيفيت کښې د ترقۍ سبق راکړے شوے دے. ([1]) يعنې چې پۀ دِين کښې، ايمان کښې، پۀ زړۀ کښې راپيدا کيدونکو ايماني کيفيتونو کښې دې انسان پۀ يو ځائے نه ودريږي بلکې د يوې نه پس د بلې درجے طرف ته د وړاندې کيدلو کوشش دې کوي. وګورئ چې د سُورۀ فاتحه پۀ شروع کښې د الله پاک صفتونه بيان شول: * الله پاک د ټولو تعريفونو حقيقي حقدار دے * هغۀ د هر نقص او عيب نه پاک دے * د کائنات ذره ذره د هغۀ حمد او ثنا کوي * هُم هغۀ دے کوم چې دا زمکه، دا اسمان، سپوږمۍ، نمر او ستوري جوړ کړل او هغۀ د ټولو جهانونو پالونکے دے * هغۀ رحمان هم دے * رحيم هم دے * او هم هغۀ د جزا د ورځې مالِک دے.
دا معرفت دے، د سُورۀ فاتحه د دې وړومبو آيتونو لوستلو سره پۀ زړۀ کښې د الله پاک عظمت او شان کښيني، د الله پاک د محبت والا کيفيتونه زړۀ ته راځي، آيا اوس دلته ودريدل پکار دي؟ نۀ...!! بيا دې بنده يو قدم نور وړاندې لاړ شي او د دې معرفت پۀ تقاضا باندې دې عمل وکړي او د الله پاک پۀ حضور کښې دې حاضر شي او عرض دې وکړي: اِیَّاكَ نَعْبُدُ يعنې مولیٰ! هُم تۀ د عبادت لائق يـې، هُم تۀ رښتونے خدائے يـې، مونږه صرف هم ستا عبادت کوو.
د دنيائي عِلم حاصلوونکو د پاره يو مَدَني ګل
دلته خلق دنيائي عِلم حاصلوي، څوک فلکيات لولي، څوک فزکس لولي، څوک بائيولوجي لولي، کوم دُنيائي عِلم حاصلول چې شرعاً جائز دے، د هغې پۀ حاصلولو کښې