Book Name:Ibadat Aur Istianat
لږ پۀ زړۀ کښې د شوق او ذوق ساتلو سره دا آيت مبارک ولولئ:
اِیَّاکَ نَعۡبُدُ وَ اِیَّاکَ نَسۡتَعِیۡنُ ؕ(۴)
زمونږه پۀ حق کښې دا ډيره د فخر خبره ده. چرته زمونږ پۀ شان د خاورو نه جوړ شوي عام انسانان...!! او چرته د رَبِّ کائنات اوچته بارګاه...!! مونږه پۀ هٰغه بارګاه کښې د ودريدو قابل خو نۀ يو خو دا د الله پاک کرم دے چې هغۀ مونږ له نه صرف د خپل عبادت اجازت راکړو بلکې د دې حُکم يـې هم راکړے دے. حضرت ذُو النُّون مِصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير لوئي ولئ الله تير شوے، هغوئي به چې کله د نـمونځ نيت کولو نو عرض به يـې کولو: مولیٰ! هغه کومې ښپې دي، پۀ کومو چې در شم او ستا پۀ حضور کښې حاضري وکړم؟ هغه کومې سترګې دي پۀ کومو چې د قبلې طرف ووګورم؟ هغه کومه ژبه ده پۀ کومه چې ستا ذِکر وکړم؟ (يعنې نۀ زما ښپې د دې لائقې دي چې ستا دربار ته درشم، نۀ مې ژبه د دې لائق ده چې ستا ذِکر پرې وکړم، نۀ مې وجود د دې لائق دے چې ستا پۀ حضور کښې ودريږم خو څۀ وکړم، د دې دَر حاضري پريښودے هم نشم) ځکه مجبور يم [چې ستا حُکم دے]، چې څنګه يم ستا پۀ حضور کښې حاضريږم. ([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا واقعي ده چې ډيره د فخر خبره ده چې مونږه د الله رَبُّ اَلعٰلَمِين پۀ حضور کښې د سجدے کولو شرف لرو. کاش چې مونږه د هغۀ حقيقي بندګان جوړ شو، کاش چې داسې بندګان جوړ شو چې زمونږه مالِک زمونږ نه راضي شي.
اِس نکمّے سے کام لے ایسے یہ نکما ہو کام کا یَارَبّ!