Book Name:Ibadat Aur Istianat
دا نيت غلا جائزه نشي جوړولے بلکې د ګناه پۀ کارونو کښې داسې نيت کول ډير خطرناک وي چې پۀ بعضې صورتونو کښې بنده پۀ دې باندې کافر کيږي هم. (2): د ويم شرط: چې هٰغه کار د الله پاک د رضا د پاره وکړے شي. لکه نـمونځ افضل عبادت دے. د مثال طور يو بنده جومات ته راغلو، اودس يـې وکړو، پۀ پوره خشوع او خضوع سره، ښه پۀ قلاره پۀ ښه انداز کښې يـې نـمونځ ادا کړو، ټول شرطونه يـې هم پوره کړل، ټول فرائض يـې پوره کړل، رُکوع، سجده، قراءَت ټول يـې پۀ ښه انداز کښې وکړل خو د هغۀ نيت د الله پاک د راضي کولو نۀ وي بلکې هغۀ خلقو ته د ښودنې پۀ نيت نـمونځ کوي نو ووايئ چې دا به عبادت پاتې شي؟ نۀ...!! دا به ريا شي او ريا ګناه ده.
معلومه شوه چې د يو کار د عبادت کيدلو دوه شرطونه دي: (1): شريعت د هٰغه کار نه نۀ وي منع کړے (2): هٰغه کار د الله پاک د رضا د پاره وکړے شي.
پيرانِ پير حُضُور غوثِ اعظم شيخ عبد القادر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دا خبره ډيره پۀ اسان انداز کښې بيان کړې ده، هغوئي فرمائي: اَلْعِبَادَۃُ تَرْکُ الْعَادَۃِ عبادت د عادت پريښودو نوم دے. ([1])
مثلاً * مونږه کاروبار کوو، دُکان، دفتر وغيره ته ځو، ولې ځو؟ د پيسو ګټلو د پاره، د بال بچ د پالنې د پاره، دا عادت دے * که دکانداري کوئ ، که دفتر ته ځئ راځئ، که کار روزګار کوئ نو په دې سوچ نۀ چې که ګټم يـې نۀ نو څه به خورم بلکې * د الله پاک د رضا د پاره کار روزګار کوئ * ځان، خپل بچي د ناحقه سوال کولو نه د بچ کولو د پاره يـې کوئ، * حلال رزق په دې نِيَّت ګټۍ چې د دې په ذريعه به د عبادت د پاره مدد