Ibadat Aur Istianat

Book Name:Ibadat Aur Istianat

د دې آيت مبارک نه زده کولے شو او عملي طور يـې پۀ خپل ژوند کښې نافذولے شو. راځئ چې وارو!

(1): د جَمعې سره نـمونځ کوئ!

د ټولو نه وړومبے مَدَني ګل خو دا حاصل شو چې د جَمعې سره نـمونځ کول پکار دي. وګورئ! د فاتحه تلاوت کوونکے دا نۀ وائي چې زۀ ستا عبادت کووم بلکې عرض کوي:

اِیَّاكَ نَعْبُدُ

يعنې مونږه ستا عبادت کوو. مونږه وئيل به کله صحيح وي؟ چې کله د جَمعې سره نـمونځ کوو، ځکه مونږ له پکار دي چې د جَمعې سره د نـمونځ ادا کولو اهتمام کوو. * فرض نـمونځ پۀ جومات کښې د جَمعې سره ادا کول واجب دي. ([1]) * د جَمعې سره نـمونځ د ځانله نـمونځ کولو نه 27 درجے افضل دے * الله پاک د جَمعې سره نـمونځ کوونکي خوښوي * الله پاک او د هغۀ فرښتے د جَمعې سره پۀ نـمونځ کوونکو باندې درود ليږي. الله پاک دې مونږ ته د جَمعې سره د نـمونځ ادا کولو توفيق راعطا کړي.

 اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم.

میں پانچوں نمازیں پڑھوں باجماعت                                                                                             ہو  توفیق  ایسی  عطا  یااِلٰہی!([2])

(2) : د ريا نه بچ اوسئ!

دويم مَدَني ګُل کوم چې مونږ ته د آيت مبارک نه د زدکړې د پاره حاصل شو هغه دا دے چې علمائے کرام فرمائي: د (اِیَّاكَ نَعْبُدُ) معنیٰ ده: (اے الله پاکه) مونږه صرف او صرف هُم ستا


 

 



[1]... رد المحتار ، کتاب الصلاۃ ، باب الامامۃ ، مطلب:شروط الامامۃ الکبریٰ ، جلد:2، صفحہ:340۔

[2]... وسائلِ بخشش، صفحہ:102۔