Ibadat Aur Istianat

Book Name:Ibadat Aur Istianat

صحيح څۀ دي؟

راځئ چې د بيان پۀ اخره کښې يوه شرعي مسئله زده کړو:

(د صحيح شرعي مسئلې يا پۀ خلقو کښې د مشهورې غلط فهمۍ پۀ ګوته کول)

مسئله: پۀ نـمونځ کښې قراءَت کول فرض دي.

 وضاحت: * د قراءَت معنیٰ دہ: د حروفو د صحيح ادائيګۍ سره پۀ دومره اواز کښې څۀ لوستل چې پۀ خپلو غوږونو يـې اوريدے شي * چې کله مونږه پۀ اِمام صاحب پسې نـمونځ کوو، نو بيا خو مونږ ته قراءَت کول نۀ وي، البته څوک چې ځانله نـمونځ کوي، نو بيا پۀ هغۀ باندې فرض دي چې پۀ قيام کښې پۀ دومره اواز تلاوت کوي چې په خپلو غوږونو يـې اوري * عام طور خلق د دې مسئلې نه خبر نۀ وي * بس پۀ خُله کښې ژبه خوزوي او لولي يـې *بلکې داسې خلق هم شته چې شونډې يـې بندې کړې وي او پۀ زړۀ کښې يـې لولي، داسې لوستلو ته قراءَت نۀ وئيلے کيږي. * کوم خلق چې داسې لولي، د هغوئي نـمونځ د سَره نۀ کيږي.

* ځکه چې کله هم ځانله نـمونځ کوئ، که فرض وي او که سُنَّت او که نفل وغيره، پۀ دې کښې پۀ دومره اواز کښې تلاوت کوئ چې خپل غوږونه يـې واوري * آؤ! د شور وغيره پۀ وجه [يا که په غوږونو دروند وي او] په خپلو غوږونو يـې نۀ اوري نو پۀ دې کښي هيڅ باک نشته البته چې اواز دومره وي چې تر غوږونو پورې ورسي.

د اَسمَاءُ الحسنیٰ برکتونه (وظيفه)

یَا اَللهُ

څوک چې د هر نـمونځ نه پس 100 کرته يَا اللهُ لولي د هغۀ باطن به فراخه (يعنې