Book Name:Ibadat Aur Istianat
کوم پۀ صِله کښې چې به د قيامت پۀ ورځ د شفاعت خيرات نصيب کيږي) ([1])
قلیل روزی پہ دو قناعت فضول گوئی سے دیدو نفرت
درود پڑھتا رہوں بکثرت نبئ رحمت! شفیعِ اُمّت!([2])
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد
د رَجَب د مياشت راتګ! مرحبا...!!
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د رَجَبُ المُرَجَّب ښکلې مياشت تشريف راوړے دے. دا ډيره مبارکه مياشت ده. د الله پاک اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: رَجَبٌ شَہْرُ اللہِ تَعَالٰی وَ شَعْبَانُ شَہْرِیْ وَ رَمَضَانُ شَہْرُ اُمَّتِیْ. يعنې رَجب د الله پاک مياشت ده، شعبان زما مياشت ده او رمضان زما د اُمَّت مياشت ده. ([3]) پۀ روايتونو کښې دي، چې کله به د رَجَبُ المُرَجَّب مياشت راتلله نو خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به دا دُعا فرمائيله. ([4]) (راځئ چې مونږه هم د سُنَّت ادا کولو پۀ نيت دا دعا ولولو):
اَللّٰہُمَّ بَارِکْ لَنَا فِی رَجَبٍ وَّ شَعْبَانَ وَبَلِّغْنَا رَمَضَان
ترجمه: اے الله پاکه! تۀ زمونږ د پاره پۀ رَجَب او شعبان کښې برکتونه عطا کړې او مونږ رمضان ته ورسوې. ([5])
خُدا کی ہے عنایت ماہِ رمضان آنے والا ہے ہوئی مولیٰ کی رحمت ، ماہِ رمضان آنے والا ہے