Book Name:Ibadat Aur Istianat
حاصلووم. نو بيا دا عبادت دے * مونږ هسې هُم د خپلو بچو سره محبت کوو، د هغوئي خواهشونه پوره کوو، د هغوئي د خوراک څښاک وغيره انتظام کوو، ولې يـې کوو؟ دې د پاره چې هغه زمونږه بچي دي، زمونږه وينه ده، دا عادت دے * خو که ماشومانو سره په دې نِيَّت محبت او د هغوئي ښه پالنه وکړئ چې * مونږ ته شريعت د دوئي سره د محبت کولو سبق راکړے دے * د دوئي د ښې پالنې حکم يـې راکړے دے، که پۀ دې نيت سره يـې وکړئ نو دا کار به عبادت جوړ شي.
معلومه شوه که مونږه د ښو نيتونو عادت جوړ کړو نو د ژوند ډيره حصه پۀ عبادت کښې تيرولے شو * خوراک کول دي، ښه نيت وکړئ! * اوبه څښل دي، ښه نيت وکړئ! * د جامو اغوستو نه مخکښې * دفتر ته د تللو نه مخکښې، داسې ښه ښه نيتونه کوئ، اِنْ شَــآءَالـلّٰـه د نيکو ذخيره به پۀ لاس درشي. اوس دا نيتونه کول څنګه دي؟ د شيخ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت حضرت علامه مولانا محمد الياس عطّار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه ډيره ښکلې رساله ده: ثواب بڑھانے کے نسخے پۀ دې رساله کښې د مختلفو کارونو ښه ښه نيتونه ليکلے شوي دي، دا رساله حاصله کړئ، او ولولئ، پۀ دې کښې ليکلے شوي ښه ښه نيتونه ياد کړئ او وخت پۀ وخت نيتونه کوئ، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډيره فائده به کيږي.
مِرا ہر عمل بس ترے واسِطے ہو کر اِخلاص ایسا عطا یا الٰہی!
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! مونږه دُنيا ته راغلي هم د عبادت د پاره يو، الله پاک فرمائي:
وَ مَا خَلَقۡتُ الۡجِنَّ وَ الۡاِنۡسَ اِلَّا لِیَعۡبُدُوۡنِ (۵۶) (پارہ :27 ، سورۀ ذٰریٰت:56)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او ما پيريان او انسانان هُم د دې د پاره پيدا کړي دي چې زما عبادت کوي.