Ibadat Aur Istianat

Book Name:Ibadat Aur Istianat

دے شوقِ تلاوت دے ذَوقِ عبادت                                       رہوں  بَاوُضو  میں  سدا  یاالٰہی!([1])

(2): اللہ مدد ګار دے او مونږ محتاج

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دويمه خبره کومه چې پۀ دې آيت کښې بيان شوه:

وَ اِیَّاکَ نَسۡتَعِیۡنُ ؕ(۴)(پارہ :1 ، سورۀ فاتحه:4)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او ھم ستا نه مدد غواړو.

د آيت پۀ دې حصه کښې مونږ ته تعليم راکړے شوے دے چې مونږ پۀ ځان کښې زۀ [يعني تکبر] ختم کړو، مونږ پۀ دې دُنيا کښې مالکان نۀ يو، محتاج يو، خپله دا محتاجي د زړۀ او ذهن نه منل د بندګۍ حقيقت دے، چې کله بنده د زړۀ د کومي نه دا اومني چې زۀ محتاج يم او بے وسه بنده يم، نو بيا د دۀ د پاره د لطف او کرم دروازے برسيره کړے شي.

د فرعون د سبق نه ډکه واقعه

فرعون هٰغه سرکشه کافر وو چا چې د خدايۍ دعویٰ کړې وه. يو ځل داسې وشو چې د دريائے نيل اوبه ډيرې کمې شوې، فصلونه تږي وو، قحط راغلو، خلق د لوږې او تندې د لاسه بے حاله شول، اخر ټول پۀ شريکه فرعون له راغلل او اوئې وئيل: اے فرعونه! زمونږه بال بچ، څاوري ټول هلاکيږي، که تۀ واقعي خدائے يـې نو دريائے نيل جاري کړه. فرعون ته خو معلومه وه چې زۀ خدائے نۀ يم خو څۀ خو کول وو، ګنې چې کوم دروغ يـې وئيلي وو هغه به راښکاره شي. نو فرعون د دې يو حل ولټولو، هغۀ د وړۍ جامې، د ويښتو نه جوړه کړے شوې ټوپۍ او د اِيرې نه ډکه ګوتۍ واخستله او بالکل يواځې يوې شاړې جزيرے ته روان شو، هلته چې ورسيدو نو خپلې شاهي جامې يـې لرې کړې، د وړۍ جامې يـې واغوستې، د ويښتو نه جوړه کړے شوې ټوپۍ يـې پۀ سر کړه او اِيره يـې


 

 



[1]... وسائلِ بخشش، صفحہ:102۔