Book Name:Ibadat Aur Istianat
چې بيخي مو اوريدلي نه وي، لږ وخت مو پۀ زړۀ باندې ژوَر اثر وشي بيا ختم شي، مونږ له پکار دي چې مونږه پۀ زړۀ کښې پيدا کيدونکي ښه کيفيتونه قائم وساتو، د هغې د تقاضو مطابق عمل وکړو، پۀ زړۀ کښې د الله پاک محبت زيات کړو او د الله پۀ حضور کښې حاضري کوو او د عاجزۍ او انکسارۍ نمونه جوړ شو او عرض کوو:
اِیَّاکَ نَعۡبُدُ وَ اِیَّاکَ نَسۡتَعِیۡنُ ؕ(۴) (پارہ :1 ، سورۀ فاتحه:4)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: مونږ صرف ستا عبادت کوو او ھم ستا نه مدد غواړو.
الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم.
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد
د کلمه اينډ دُعا (Kalma & Dua) ايپ تعارف
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د عاشقانِ رسول ديني تحريک دعوتِ اِسلامي I.T ډيپارټمنټ يو ډير ښکلے موبائل ايپلي کيشن پۀ نوم د کلمه او دُعا (Kalma & Dua) معارفي کړے دے. د دې ايپلي کيشن پۀ ذريعه ډير په اسان انداز کښې د ماشومانو تربيت کيدے شي * پۀ دې ايپلي کيشن کښې د ماشومانو د پاره 6 کلمې د آډيو پۀ شکل کښې د حرفونو د اداکولو او د ترجمې سره * د امروزه 16 مختلفې دُعاګانې مثلاً د اوبو څښلو دُعا *د ډوډۍ خوړلو نه مخکښې او وروستو دُعا * د پئيو څښلو دُعا * د اوده کيدو دُعا وغيره د حروفو د ادائيګۍ او ترجمې سره او پۀ مختلفو موضوعاتو باندې سُنت او آداب وغيره شامل دي. پۀ خپل موبائل کښې دا ايپلي کيشن انسټال کړئ او فائده ترينه واخلئ او نورو له هم د دې ترغيب ورکړئ.
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد