Book Name:Ibadat Aur Istianat
مجھے ایسے عمل کی دے توفیق کہ ہو راضی تری رضا یَارَبّ!([1])
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد
د عِبَادت او د اِستِعَانت مطلب
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا آيت مبارک:
اِیَّاکَ نَعۡبُدُ وَ اِیَّاکَ نَسۡتَعِیۡنُ ؕ(۴) (پارہ :1 ، سورۀ فاتحه:4)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: مونږ صرف ستا عبادت کوو او ھم ستا نه مدد غواړو.
دا د بندګانو پۀ ژبه باندې کلام دے، يعنې الله پاک مونږه بندګانو ته فرمائيلي دي چې اے زما بندګانو! داسې وايئ: اِیَّاکَ نَعۡبُدُ وَ اِیَّاکَ نَسۡتَعِیۡنُ ؕ(۴)
پۀ دې آيت مبارک کښې پۀ 2 خبرو باندې پۀ تَوَجُّه سره د پوهيدلو ضرورت دے: (1):عِبَادت څۀ ته وئيلے شي؟ (2): د اِسْتِعَانَت مطلب څۀ دے؟
عبادت څۀ ته وئيلے شي؟ پۀ دې باره کښې علمائے کرامو اوږده علمي بحثونه ليکلي دي: د هغې خلاصه دا ده چې هر هٰغه کار کوم چې د الله پاک د رضا پۀ نيت سره وکړے شي او چې شرعاً پۀ هغې کښې د رضا نيت کول صحيح هم وي، هٰغه کار عبادت دے. يعنې د يو کار د عبادت کيدلو د پاره دا دوه بنيادي شرطونه دي: (1): هٰغه کار کول شرعاً صحيح وي، شريعت د هٰغه کار منع نۀ وي فرمائيلي، د مثال طور غلا حرامه ده، که يو بنده ووائي چې زۀ د غريبانانو مدد کووم او د الله پاک د رضا حاصلولو د پاره غلام کووم، نو