Book Name:Ibadat Aur Istianat
عطا کولو مختلفې طريقې ايښودي دي، چا ته د دکان پۀ ذريعه رزق ورکوي، چا ته پۀ محنت مزدورۍ، د چا رزق پۀ نوکرۍ کښې ايښودے شوے دے.
بالکل هم دغه شان د مدد کولو والا ذات هُم د الله پاک دے، البته د الله پاک د مدد حاصلولو دروازے او ذريعې مختلفې دي. مثلاً * مونږه د الله پاک پۀ بارګاه کښې عرض وکړو: مولیٰ! زما مدد وکړې. دا هم د الله پاک نه د مدد غوښتو طريقه ده * مونږه جومات ته راشو * نـمونځ وکړو، دا هم د الله پاک نه د مدد غوښتو يو انداز دے *د الله پاک پۀ لاره کښې خرچ کړو، دا هم د الله پاک د مدد حاصلولو انداز دے * پۀ مصيبت باندې صبر وکړو، دا هم د الله پاک د مدد حاصلولو طريقه ده * دغه شان د الله والؤ در ته لاړ شو، د غوثِ پاک، داتا حُضُور، خواجه اَجمير، اعلیٰ حضرت، صحابۀ کرامو، خلفائے راشدين، انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام او د ټولو نه زيات دا چې د امامُ الانبيا، محبوبِ خُدا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بارګاه ته حاضر شو، د هغوئي نه مدد وغواړو، دا هم د الله پاک د مدد حاصلولو طريقه ده.
اوليائے کرام، صحابۀ کرام، اهلِ بيتِ اطهار، انبيائے کرام علَيهِمُ السَّلام الله والا دي، الله پاک دوئي د خپل مدد مظهر جوړ کړي دي، ځکه پۀ يا رسُولَ الله مدد، يا علي مدد، ياغوث مدد وئيلو کښې هيڅ باک نشته، ولې؟ ځکه چې د يا رسولَ الله مدد معنیٰ ده: اے د الله پاک رسوله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! الله پاک تاسو د خپل مدد مظهر جوړ کړي يئ، د الله پاک پۀ عطا سره زما مدد وکړئ! ځکه دا مدد هم د الله پاک له طرفه دے کوم چې د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ وسيله باندې کيږي.
د حضرت اَبان بن صالِح رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، مُشکِل کُشا نبي، حاجَت روا نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: که ستاسو ځناور پۀ بيابانه زمکه [يعنې دشته يا