Book Name:Ibadat Aur Istianat
هم د سمبالولو او دې ته د ترقۍ ورکولو کوشش کول پکار دي.
د خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د مبارک سيرت يو اړخ
د رَجَبُ المُرَجَّب مياشت ده، پۀ شپږمه شريفه (يعنې د رجب پۀ شپږم تاريخ) د خواجه حضور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عُرسِ پاک وي، د خواجه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مبارک ژوند ته وګورئ! هغوئي لا ماشوم وو چې والد صاحب يـې وفات شو، هغوئي ته پۀ وراثت کښې يو باغ او يوه جرنده پاتې شوه، هغوئي به د باغ خيال ساتلو، يوه ورځ پۀ باغ کښې تشريف فرما وو، څوک نيک بزرګ پۀ هٰغه ځائے تيريدلو، خواجه حضور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د هغوئي ادب وکړو، هغوئي يـې پۀ باغ کښې کښينولو، پۀ ادب سره يـې هغوئي ميوه پيش کړله، هٰغه نيک بزرګ خوشحاله شو او هغوئي د ډوډۍ يوه نمړۍ وه جُوَله او د خواجه حضور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ خُله کښې يـې واچوله. بس چې څنګه دغه نمړۍ د خواجه حضور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خيټې ته داخله شوه نو د زړۀ دُنيا يـې بدله شوه. ([1])
اوس وګورئ! پۀ زړۀ کښې چې يـې د دُنيا نه د بے رغبتۍ والا، د نيکو د رغبت والا، ايماني کيفيت پيدا شو نو خواجه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه [د دنياوي عارضي ترقئ د پاتې کيدو] سوچونه نه کول، بلکې هغوئي هٰغه ايماني کيفيت نور زيات کړو، د هغې پۀ تقاضو باندې يـې عمل شروع کړو * هغوئي باغ هم خرڅ کړو * جرنده يـې هم خرڅه کړله * او هغه ټول مال يـې د خدائے پۀ لاره کښې ولګوو او د عِلمِ دِين د حاصلولو د پاره روان شولو *څو څو کاله يـې عِلمِ دِين حاصلولو *قرآنِ کريم يـې ولوستلو *حديثونه يـې ولوستل *د شريعت عِلم يـې حاصل کړو *بيا يـې د زړۀ پۀ کيفيت کښې ډيره ترقي وکړه خو خواجه حضور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بيا هم دلته ايسار نۀ شو، هغوئي د کامِل پير لټون شروع کړو، اخر د