Book Name:Ibadat Aur Istianat
مہِ رمضاں ، مہِ غفراں ، مہِ سُبْحاں ، مہِ رحماں کھلیں گے بابِ جنّت ، ماہِ رمضان آنے والا ہے
يو عربي شاعِر وئيلي دي:
بَیِّضْ صَحِیْفَتَکَ السَّوْدَاءَ فِیْ رَجَبٍ بِصَالِحِ الْعَمَلِ الْمُنْجِی مِنَ اللَّہَبِ([1])
وضاحت: پۀ رَجَبُ المُرَجَّب کښې د تورو تورو ګناهونو نه خپله ډکه اعمال نامه صفا کړئ...!! څنګه؟ پۀ نيک اعمال کولو سره. کوم نيک اعمال؟ هٰغه کوم چې د دوزخ د لمبو وهونکي وور نه نجات ورکوي.
عِبَادت میں، ریاضت میں، تلاوت میں لگا دے دِل
رجب کا واسطہ دیتا ہوں فرمادے کرم مولیٰ!([2])
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
د وړومبۍ سيپارې، د سورۀ فاتحه پۀ څلورم آيت کښې ارشاد دے:
اِیَّاکَ نَعۡبُدُ وَ اِیَّاکَ نَسۡتَعِیۡنُ ؕ(۴)(پارہ :1 ، سورۀ فاتحه:4)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: مونږ صرف ستا عبادت کوو او ھم ستا نه مدد غواړو.
علمائے کرام فرمائي: سُورۀ فاتحه سِرِّ قرآن (يعنې د قرآنِ کريم راز او خُلاصه) ده او دا آيت (اِیَّاكَ نَعْبُدُ وَ اِیَّاكَ نَسْتَعِیْنُ) سِرِّ فاتحه (يعنې د سُورۀ فاتحه راز) دے. ([3]) د انسان نه بنيادي طور هم دغه مقصود دے چې هغۀ صرف او صرف د الله پاک عبادت وکړي او هُم پۀ هغۀ باندې يقين وساتي، هُم پۀ هغۀ باندې تَوَکُّل وساتي او هُم د هغۀ نه مدد وغواړي.