Ghazwa e Badar Say Hum Nay Kia Seekha

Book Name:Ghazwa e Badar Say Hum Nay Kia Seekha

داسې چرې هم نۀ کيږي چې مونږه څنګه  وړومبے قدم کيږدو او کاميابي زمونږه مخې ته راشي او ودريږي۔  صبر کول دي،  د مشکلاتو نه تيريدل دي۔

د اميرِ اهلِسُنَّت صبر او کاميابي

پۀ اوسني وخت کښې زمونږ مخې ته شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت حضرت علّامه مولانا محمد الياس عطّار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه  يو رول ماډل (A Role Model) دے، پۀ کلونو مخکښينۍ خبره ده، هغوئي يو مقصد اختيار کړو چې ما ته د ځان او د ټولې دُنيا د خلقو د اِصلاح کوشش کول دي، هغوئي د دې مقصد پوره کولو د پاره يواځي روان شول، مشکلات هم راغلل، هغوئي تنګ هم کړے شول، خلقو ديکې هم ورکړې، خنداګانې يـې پسې هم وکړې، ردې بدې ورته هم ووئيلې شوې، د هغوئي خلاف کتابونه هم وليکلے شول، پروپيګنډې پسې هم وکړے شوې، دا خو لا پريږدئ چې مَعَاذَ الله! د هغوئي د وژلو سازشونه هم وکړے شول خو هغوئي ثابت قدم پاتې شول، تر دې پورې چې پۀ هغوئي باندې د وژلو حمله هم وشوه خو هغوئي ثابت قدم پاتې شول، صبر يـې وکړو، برداشت يـې کړل او پۀ استقامت سره، پۀ حکمت سره وړاندې روان وو، وړاندې روان وو تر دې پورې چې د هغوئي جوړ کړے شوے ښکلے تحريک دعوتِ اِسلامي پۀ ټوله دُنيا کښې عام شو، نن د هغوئي صبر رنګ راوړو، د هغوئي د محنت پۀ وجه نن پۀ ټوله دُنيا کښې د دِين کار کيږي او لوئي لوئي علمائے کرام، مفتيانِ کرام، لوئي لوئي پيران، سجاده نشين هغوئي ته د عقيدت سلامونه پيش کوي او وائي:

مسلک کا تُو امام ہے الیاس قادری!                                                             تدبیر تیری تام ہے الیاس قادری!

تنہا چلا تو ساتھ تیرے ھو گیا جہاں                                                                        میٹھا تیرا کلام ہے الیاس قادری!

ہے دعوت اسلامی کی دنیا میں دھوم دھام                               مقبول تیرا کام ہے الیاس قادری!

دا ده د صبر نتيجه۔۔۔!! ځکه مونږ له هم پکار دي چې صبر وکړو، برداشت وکړو،