Book Name:Ghazwa e Badar Say Hum Nay Kia Seekha
خورو، [پۀ نورو به يـې] خورو، شرابونه به څښو، د ګډا محفلونه به جوړوو۔ ([1]) دا د هغوئي غرور وو، بيا د دې نتيجه څۀ راغله۔۔۔!! د مکې کافرانو ته عبرتناک شکست ميلاوشو۔
دا صرف هُم يوه د بدر واقعه نۀ ده، تاريخ د داسې واقعاتو نه ډک پروت دے، د تاريخ کتابونه ولولئ او وګورئ چې تر ننه پورې چې چا هم غرور کړے دے، تکبر يـې کړے دے، سر د لاندې راپريوتے دے۔ * فرعون وئيلي وو:
اَنَا رَبُّکُمُ الْاَعْلٰی (ۖ۲۴)
(پارہ:30، سورۀ نازعات :24)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: زۀ ستاسو د ټولو نه اعلٰی رب يم۔
د هغۀ غرور مات شو او هغۀ غرق کړے شو * نمرود سر اوچت کړو، تکبر يـې وکړو، الله پاک هغۀ د ماشي پۀ ذريعه د ذِلت پۀ مرګ مُردار کړو * قارُون ووئيل: زما مال دے، ما د خپل عِلم پۀ وجه باندې حاصل کړے دے، هغۀ او د هغۀ مال پۀ زمکه وردننه کړے شو * ابو جهل تکبر وکړو، هغۀ فخر وکړو، هغۀ د خپل طاقت، خپل فن او ظاهري اسبابو پۀ بنياد باندې غرور وکړو، الله پاک د دوو وړو ماشومانو پۀ ذريعه هغۀ مُردار کړو۔
غرض دا رښتيا دي چې دغرور سر ښکته وي۔ ځکه چرې هم فخر نۀ دي کول پکار، بس هم د الله پاک پۀ حضور کښې سر ټيټ ساتئ، د عاجزۍ نمونه جوړه شئ۔ يقين وکړئ چې زمونږه هيڅ هم نۀ دي، طاقت هم د الله پاک دے، قوت هم د هغۀ دے، حکم هم د هغۀ چليږي۔
الله پاک پۀ 15 سيپاره، سُورۀ کَهف کښې د سبق نه ډکه واقعه ذِکر کړې ده۔ دوه کَسان