Book Name:Ghazwa e Badar Say Hum Nay Kia Seekha
پۀ قرآنِ کريم کښې د يو نه زياتو ځايونو کښې د غزوۀ بدر ذِکر موجود دے او د دې مبارکې معرکې پۀ مختلفو اړخونو رڼا اچولے شوې ده۔ مونږه د لسمې سيپارې، د سوره انفال د دوو آيتونو (46 او 47) د اوريدو سعادت حاصل کړو، پۀ دغه دوو آيتونو مبارکو کښې د غزوۀ بدر نه حاصليدونکي يو څو سبقونه بيان کړے شوي دي۔
بنيادي طور پۀ دې باندې ځان پوهه کړئ چې پۀ ظاهري اسبابو او افرادي قوت کښې د دومره واضحه فرق باوجود اخر کافرانو شکست ولې وخوړو؟ د مسلمانانو د فتح اسباب څۀ وو؟ پۀ دې دوو آيتونو کښې هٰغه اسباب ذِکر کړے شوي دي يا پۀ نورو الفاظو کښې دا ووايئ چې د يو مسلمان د کاميابۍ او د ناکامۍ باطني اسباب څۀ دي؟ پۀ دې آيتونو کښې هٰغه اسباب بيان کړے شوي دي۔
انداز ډير د نصيحت نه ډک دے او خطاب مونږه مسلمانانو ته شوے دے۔ ټولې 6 خبرې دي کومې چې ارشاد شوې۔ پۀ دې کښې 3 کارونه هٰغه دي د کومو چې د کولو مونږ ته حکم راکړے شو او 3 هٰغه دي د کومو نه چې منع کړے شوي يُو۔ که مونږه دا 3 کارونه وکړو او د 3 کارونو نه منع شو نو څنګه چې د بدر پۀ ميدان کښې 313 ته د يو زرو [1000] پۀ لښکر باندې عظيم الشانه فتح نصيب شوې وه، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! زمونږه به هم پۀ هر ميدان کښې فتح او کاميابي نصيب کيږي۔
د کاميابو دا عظيم الشانه فارمولا څۀ ده؟ راځئ چې واورو:
(1): د اللہ او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمانبرداري
وړومبے حکم دا چې الله پاک فرمائي:
وَ اَطِیْعُوا اللّٰہَ وَ رَسُوْلَہٗ
(پارہ:10، سورۀ انفال:46)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: د الله او د هغۀ د رسول تابعداري کوئ۔