Ghazwa e Badar Say Hum Nay Kia Seekha

Book Name:Ghazwa e Badar Say Hum Nay Kia Seekha

معلومه شوه چې ريا هٰغه بد ترينه بيماري ده کومه چې زمونږه د کاميابۍ پوړۍ د ناکامۍ سبب جوړوي۔ ځکه هميشه د ريا، ځان ښودلو او د نوم او د نمائش نه بچ کيدل پکار دي۔ د مخکښينو مسلمانانو د کاميابۍ بنيادي وجه هم دا وه چې هغوئي د بَل يو څيز طلب ګار نۀ وو، هغوئي د الله او د هغۀ د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رضا غوښتله، خو زمونږه د ناکامو بنيادي وجه هم دا ده چې مونږه دُنيا غواړو، پيسه غواړو، منصب او خپل نوم غواړو۔ الله پاک دې مونږه د ريا د دې افت نه محفوظ کړي۔ کاش چې زمونږه هر عمل د الله پاک د رضا د پاره جوړ شي۔

مِرا ہر عمل بس ترے واسطے ہو                                                                                 کر اِخلاص ایسا عطا یَاالٰہی!

عبادت میں گزرے مری زندگانی                                                                     کرم ہو کرم یَاخدا!  یَاالٰہی!

(6): د الله پاک د لارې نه منع کول

اللہ پاک فرمائي:

وَ یَصُدُّوْنَ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰہِ ؕ

 (پارہ:10، سورۀ انفال: 47)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او هغوئي د الله د لارې نه ايسارول کول۔

دا د مکې د کافِرانو د ناکامۍ دريم سبب دے۔ د مکې کافران د الله پاک د دِين د ختمولو، خلق د دِين د لارې نه د لرې کولو د پاره راوتلي وو خو صرف د 313 لښکر د الله پاک د کلمې اوچتولو د پاره وتلے وو۔ ځکه کافرانو ته عبرتناک شکست ميلاوشو او دا 313 کومو چې د الله پاک د دِين  سربلندي غوښتله، د هغوئي عظيم الشانه فتح نصيب شوه۔ مونږ ته هم دغه حکم وکړے شو چې اے ايمان والؤ! د مکې د کافرانو د ناکامۍ سبب ستاسو مخې ته دے، تاسو هيڅکله هم داسې مۀ جوړيږئ، تاسو هيڅکله هم د الله پاک د لارې نه منع کوونکي مۀ جوړيږئ، ګنې لکه څنګه چې د مکې کافران د عبرت نخښه جوړه شوې وه، تاسو به هم د ناکامو سره مخ شئ۔