Ghazwa e Badar Say Hum Nay Kia Seekha

Book Name:Ghazwa e Badar Say Hum Nay Kia Seekha

نن سبا دا بلا هم پۀ ورو ورو زمونږه پۀ معاشره کښې عامه کيږي، خلق برناحقه د نيکۍ پۀ لاره کښې خنډان [يعنې رکاوټونه] پيدا کوي۔ خاص طور مور پلار او دوستان او خپلوان پۀ نيکه لاره تلونکو ته چې کوم پيغورونه ورکوي، دوستان خپلوان چې هغۀ څنګه  تنګوي، مثلاً چا د سُنَّت مطابق ګيره پريښودله نو هغۀ ته ګډې وډې وائي، عمامه شريف يـې پۀ سر کړه، د سُنَّت مطابق يـې جامې واغوستلې نو هغۀ پۀ هٰغه نيک کار باندې رټلے کيږي، دغه شان بعضې مور پلار خپل اولاد د نيکې لارې نه منع کوي، مثلاً عِلمِ دِين زده کولو ته يـې نۀ پريږدي، پۀ نيکو اجتماعاتو کښې يـې د شرکت کولو نه منع کوي، داسې خلقو ته سميدل  پکار دي۔

 د مَدَني قافلې نه د منع کولو نقصان

د احمد آباد (هندوستان) واقعه ده، يو عاشقِ رسول يو زلمي له ترغيب ورکړو او پۀ مَدَني قافله کښې يـې د سفر کولو د پاره تيار کړو خو د هغۀ والد صاحب د دُنيا پۀ تعليم کښې د خنډ [يعنې رکاوټ] جوړيدو د ويرې نه د اخرت د تعليم د سفر نه منع کړو۔

هغۀ ته د عاشقانِ رسول صحبت ميلاؤيدو خو پاتې شو۔ نتيجـةً هغۀ د خرابو دوستانو لاس ته لاړو او شرابي ترينه جوړ شو۔ بيا د هغۀ والد صاحب ته د خپلې غلطۍ احساس وشو، هغۀ هم هٰغه عاشقِ رسول ته خواست وکړو چې دا پۀ قافله کښې بوځه که چرته د شرابو د عادت نه خلاص شي۔ هٰغه عاشقِ رسول اِسلامي ورور بيا د هٰغه زلمي د مَدَني قافلې د پاره د تيارولو کوشش وکړو خو اوبه د سَر نه اوختې وې يعنې هغۀ ډير خراب شوے وو ځکه پۀ يو حالت کښې هم پۀ مَدَني قافله کښې د سفر کولو د پاره راضي نۀ شو۔

صحبتِ صالِح تُرا صالح کُنند                                                                                                           صحبتِ طالح تُرا طالح کُنند

وضاحت: د ښو صحبت به تا ښه جوړ کړي او د خرابو صحبت به تا خراب  کړي۔

صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب!                                                                                               صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد