Ghazwa e Badar Say Hum Nay Kia Seekha

Book Name:Ghazwa e Badar Say Hum Nay Kia Seekha

تھے ان کے پاس دو گھوڑے، چھ زرہیں، آٹھ شمشیریں

پلٹنے آئے تھے یہ لوگ دُنیا بھر کی تقدیریں

نہ تیغ وتیر پر تکیہ، نہ خنجر پر نہ بھالے پر

بھروسا تھا تو اِک سادی سی کالی چادر والے پر ([1])

دا دے د کاميابۍ اصلي بنياد۔۔۔!! د دې نه بغير د يو مسلمان کاميابي ممکنه هم نۀ ده۔ الله پاک دې مونږ ته د اطاعت او فرمانبردارۍ توفيق راعطا کړي۔

 اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 

(2): اِتَّفاق او اِتِّحاد

پۀ دويم نمبر باندې الله پاک ارشاد فرمائي:

وَ لَا  تَنَازَعُوْا     

(پارہ:10، سورۀ انفال :46)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او خپل مينځ کښې بے اتفاقي مۀ کوئ۔

دا د کاميابۍ دويم شرط دے چې مونږه پۀ خپل مينځ کښې پۀ اتفاق او اِتحاد سره اوسو، پۀ خپل مينځ کښې د جنګ جګړو او د نفسياتي اختلافاتو نه هميشه ځان بچ کړو۔ که مونږه پۀ خپل مينځ کښې جنګ جګړې کوو نو څۀ به کيږي؟ دلته د دې دوه اهم او بنيادي نقصانونه وښودلے شول، فرمائي:

فَتَفْشَلُوْا

(پارہ:10، سورۀ انفال :46) 

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: ګنې تاسو به بے زړۀ شئ۔

يَو يَو وي او دوه يَو يَو يولس وي، که مونږه جنګ جګړې کوو نو زمونږه طاقت به کم شي، مونږه به يواځې پاتې شو او دا کمزوري به پۀ مونږ کښې بے زړۀ توب پيدا کړي۔ او دويم نقصان به دا وي چې


 

 



[1]... شاہنامۂ اسلام، صفحہ:229۔