Ghazwa e Badar Say Hum Nay Kia Seekha

Book Name:Ghazwa e Badar Say Hum Nay Kia Seekha

حاصليدے شي۔ مثال په طور يو ماشوم دے، هغۀ د سکول امتحان ورکوي ، د هغۀ زړۀ غواړي چې زۀ هم د نورو ماشومانو پۀ شان لوبې وکړم خو هغۀ دا خواهش غلے کوي، صبر کوي او سبق وئيلو ته توجه ورکوي، د هغۀ زړۀ غواړي چې زۀ هم وګرځم، چکرې ووهم، زۀ هم پۀ موبائل وخت برباد کړم خو هغۀ خپل خواهش غلے کوي، صبر کوي، پۀ استقامت سره پۀ سبق کښې محنت کوي نو د هغې نتيجه به څۀ ووځي؟ هغۀ به پۀ امتحان کښې کامياب شي۔ که خپل خواهشونه نۀ غلي کوي، نور پۀ لوبو ويني، پۀ سيلونو يـې ويني، پۀ وخت بربادولو يـې ويني او صبر نۀ کوي نو نتيجه به څۀ وي؟ هغۀ به پۀ امتحان کښې ناکامه کيږي۔ دغه حال د دُنيا د هرې کاميابۍ دے۔

کاميابي او صبر

حُضور غوثِ اعظم شيخ عبد القادر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پيدائشي ولي دے، د دې باوجود هغوئي 40 کاله مجاهدات وکړل، هغوئي فرمائي: پۀ ما باندې ډيرې سختۍ کيښودلے شوې او چې کله سختۍ انتها ته ورسيدلې نو زۀ به پۀ زمکه باندې سملاستم او دا تلاوت به مې کولو:

فَاِنَّ مَعَ الْعُسْرِ  یُسْرًا ۙ(۵)       اِنَّ مَعَ الْعُسْرِ  یُسْرًا ؕ(۶)

(پارہ:30، سورۀ الم نشرح :5-6)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نو بے شکه سختۍ سره اساني ده۔ بے شکه سختۍ سره اساني ده۔

نو (د دې آيتونو مبارکو پۀ برکت سره به) هٰغه ټولې سختۍ زما نه لرې کيدلې۔ ([1])

دا د کاميابۍ يوه طريقه (Process) دے، مونږ به د دې طريقې نه  تيريږو، د تنګۍ سره  که مونږه يـې برداشت  نۀ کړو، پۀ دې باندې صبر هم اونه کړو نو مونږه به اسانۍ ته څنګه رسو او د دې اُلټا چې مونږه څومره هم تنګي برداشت کوو، هُم هٰغه همره به مونږ د پاره اسانۍ راځي۔


 

 



[1]... طبقات الکبریٰ ، للشعرانی ، صفحہ:181۔