Ghazwa e Badar Say Hum Nay Kia Seekha

Book Name:Ghazwa e Badar Say Hum Nay Kia Seekha

وَ تَذْھَبَ رِیْحُکُمْ   

  (پارہ:10، سورۀ انفال :46)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او ستاسو قُوَّت (طاقت) به لاړ شي۔

هوا به لاړه شي  مطلب: ستاسو طاقت به خور شي۔ پۀ تاسو کښې به هٰغه طاقت پاتې نۀ شي د کوم پۀ ذريعه چې تاسو کاميابي حاصله کړئ۔

د ناکامو يوه بنيادي وجه

نن که مونږه د خپلې معاشرې جائزه واخلو نو زمونږه د ناکامۍ او پۀ عالمي سطح د مسلمانانو د تنزلۍ يوه لويه وجه دا ده چې دلته جنګ جګړې عامې دي * چرته د ذات پۀ بنياد  * چرته د نسل پۀ بنياد * چرته د رنګ پۀ بنياد باندې او * چرته د زمکې  پۀ بنياد باندې جګړې جاري دي بلکې * تر دې پورې هم د جګړو معامله ده چې پۀ خپل مينځ کښې جګړې کيږي خو د دغه جګړو وجه هم معلومه نۀ وي * پۀ ډيرو خاندانونو کښې د پلار نيکونو نه جګړې راروانې دي، بس پۀ دې بنياد باندې راتلونکے اولاد هم د يو بل دښمنان شوي دي * وروڼه پۀ خپل مينځ کښې جګړې کوي * د اولاد د مور پلار د وژلو خبرونه هم راځي * چرته ورارۀ ترۀ وژني * چرته دوستان پۀ خپل مينځ کښې جګړې کوي نو خبره قتل و تباهۍ  ته ورسي۔ دا جګړې، دا اختلافات مونږه د دننه نه ختموي۔ 

يوه ډيره مشهوره قيصه ده مونږ يـې د ماشومتوب نه پۀ کتابونو کښې لولو: يو لرګو  وهلو والا وو، د هغۀ زامنو به پۀ خپل مينځ کښي جګړې کولې، لرګو والا به هغوئي پوهه کول خو هغوئي به پۀ خبره باندې نۀ پوهيدل، اخر يوه ورځ هغۀ يوه منصوبه جوړه کړه، هغۀ خپل ټول زامن راجمع کړل او هغوئي ته يـې ووئيل: لاړ شئ او لرګي  راوړئ! هغوئي لرګي راوړل۔ بيا هغۀ ووئيل: دا لرګي مات کړئ! ټولو لرګي مات کړل۔ بيا لرګو  والا د لرګو نه يوه ګيډے وتړلو او اوئې وئيل: اوس دا ګيډے مات کړئ! ټولو زور ولګولو خو هغه يـې مات نکړے شو۔ پۀ دې باندې لرګو والا هغوئي پوهه کړل چې اے زما زامنو! دا دے د