Ghazwa e Badar Say Hum Nay Kia Seekha

Book Name:Ghazwa e Badar Say Hum Nay Kia Seekha

دا د کاميابۍ د ټولو نه وړومبۍ پوړۍ ده، د يو مسلمان د پاره پۀ هره سطح  باندې د ترقۍ، کاميابۍ او بام ته د ختلو د پاره چې ضروري کوم يو څيز دے نو هغه هم دا دے چې مسلمان بنده هر وخت، پۀ هر حال کښې، پۀ هر ميدان کښې د الله پاک او د هغۀ د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمانبردار اوسي۔ چې مونږه کله د زړۀ د اِخلاصه لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا اللَّهُ مُحَمَّدٌ رَّسُولُ اللَّه ووئيله نو پۀ اِسلام کښې داخل شو، مونږه ومنله چې الله پاک يو دے، د هغۀ سره څوک هم شريک نشته، هم هغۀ زمونږه مالِک دے، هم هغۀ زمونږه خالِق دے، هم هغۀ زمونږه رازق دے، حضرت مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغۀ رسول، د هغۀ محبوب دے نو بيا پۀ مونږ باندې لازم دي چې مونږه د الله پاک او د هغۀ د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کامِل طور فرمانبرداري وکړو۔

اِطَاعت د کاميابۍ وړومبے شرط دے

د نورو قومونو انداز که هر څنګه هم وي، البته د يو مؤمِن بنده د پاره پۀ هره سطح باندې د کاميابۍ د پاره د الله او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اطاعت وړومبے شرط دے۔ د چا چې يقين نۀ وي، هغۀ دې تاريخ راواخلي او وه دې ګوري، مسلمانانو چې کله هم د الله او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ احکامو باندې عمل کړے دے نو کاميابي د دوئي نصيب شوې ده او چې کله هم مسلمانانو د الله او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نافرماني کړې ده نو دوئي د ذِلت او د رسوايۍ سره مخ شوي دي۔

غزوۀ بدر ته وګورئ! د 313 مسلمانانو د عظيم الشانې فتحې پۀ اسبابو کښې يو بنيادي سبب اطاعت او فرمانبرداري ده۔ د الله پاک اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم صحابۀ کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم د ځان سره کړل او د مدينے منورې نه روان شو، هٰغه وخت د جنګ پۀ اراده باندې نۀ روانيدل ، مقصد څۀ بل څۀ وو، پۀ لاره کښې ورته معلومه شوه چې کافرانو لښکر راروان کړےدے او د بدر پۀ ميدان کښې يـې راجمع کوي، پۀ دې باندې خوږ آقا