Book Name:Ghazwa e Badar Say Hum Nay Kia Seekha
دا ټول 6 کارونه دي۔ 3 کوم چې مونږ ته کول دي: (1): د الله او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اطاعت (2): پۀ خپل مينځ کښې اتفاق او محبت (3): صبر۔ او 3 کارونه هٰغه دي د کومو نه چې مونږ ته بچ کيدل پکار دي: (1): تکبر نۀ کول (2): ريا نۀ کول (3): چرې هم څوک د الله پاک د لارې نه نۀ منع کول ۔ دا 6 کارونه که مونږه اختيار کړو نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! پۀ هر ميدان کښې به زمونږه کاميابي نصيب شي۔ الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
نيک اعمال (Naik Amal) موبائل ايپلي کيشن
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د نيک جوړيدو او د نيکو عملونو زياتولو د پاره د دعوتِ اسلامي I.T ډيپارټمنټ يو موبائل ايپلي کيشن جاري کړے دے، د کوم نوم چې نيک اعمال (Naik Amal) دے۔ دا ايپلي کيشن پۀ خپل موبائل کښې انسټال کړئ، پۀ دې ايپلي کيشن کښې د اِسلامي وروڼو، اِسلامي خوئيندو او طالب علمانو د پاره بيله، بيله رِساله موجوده ده * دا پۀ 6 مختلفو ژبو * انګلش * اُردو * هندۍ * بنګالۍ * ګجراتۍ او * سندهۍ کښې استعماليدے شي * پۀ دې کښې پۀ مختلفو نيک اعمالو باندې مشتمل سوالونه ورکړے شوي دي * د هر سوال لاندې 30 خانې دي، هره ورځ د خپلې خوښې څۀ وخت هم مقرر کړئ او د خپلو اعمالو جائزه واخلئ، د دې مطابق ژوند تيروئ، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دې پۀ برکت به د ګناهونو نه د بچ کيدو او د نيکو کولو ذهن جوړيږي، د زړۀ صفا والے به نصيب کيږي او کردار به مو صفا سوترا، ښکلے کيږي۔
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد
راځئ چې د بيان پۀ اخره کښې يوه شرعي مسئله زده کړو: