Ghazwa e Badar Say Hum Nay Kia Seekha

Book Name:Ghazwa e Badar Say Hum Nay Kia Seekha

مشکل راشي، پريشاني راشي، مصيبت راشي، پۀ استقامت سره، پۀ حکمت سره د خپل مقصد طرف ته وړاندې ځو، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! يوه ورځ به مو کاميابي نصيب شي۔

صبر به تر څو پورې کوو۔۔۔؟

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږه بعضې وخت صبر خو کوو خو د صبر چې کومه موده (Time Period) وي، هغه نۀ پوره کوو۔ ياد ساتئ چې د کاميابۍ حاصلولو د پاره د صبر وخت هم ډير اثر غورځوي۔ د کومې کاميابۍ د پاره چې درې ګينټې صبر کول پکار وي، د هغې د پاره به مونږ ته هم درې ګينټې صبر کول وي، که دوه ګينټې صبر کوو نو کار نۀ کيږي، د کومې کاميابۍ د پاره چې مونږ ته د لسو کالو د صبر ضرورت دے، د هغې د پاره به هم لس کاله صبر کول پکار وي، داسې د صبر د وخت خيال ساتل هم ضروري دي۔ د چا صاحبِ عِلم نه پوښتنه وکړے شوه: مونږ له تر کومه صبر کول پکار دي؟ هغوئي ډير ښکلے جواب ورکړو: اوئې وئيل: الله پاک فرمائي:

اِنَّ  اللّٰہَ  مَعَ  الصّٰبِرِیْنَ (ۚ۴۶)

(پارہ:10، سورۀ انفال:46)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بے شکه اللہ د صبر کوونکو سره دے۔

لهذاچې تر څو پورې تۀ غواړې چې د الله پاک (مدد او نصرت) ستا سره وي، تر هٰغه وخته پورې صبر کوه۔ الله پاک دې مونږ ته د صبر او د برداشت توفيق راعطا کړي۔

اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم .

دا هٰغه درې کارونه دي کوم چې د کاميابۍ حاصلولو د پاره مونږ ته کول دي: (1): د الله او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اطاعت (2): پۀ خپل مينځ کښې اتفاق او اتحاد (3): صبر۔ اوس هٰغه درې کارونه واورئ! کوم چې د کاميابۍ د پاره نۀ کول ضروري دي۔