Book Name:Ghazwa e Badar Say Hum Nay Kia Seekha
درود اُن پہ بھیجو سلام اُن پہ بھیجو یہی مؤمنوں سے خدا چاہتا ہے
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد
سُورۀ اَنفال، آيت: 46 او 47
الله پاک جَلَّ شَانُه فرمائي:
وَ اَطِیْعُوا اللّٰہَ وَ رَسُوْلَہٗ وَ لَا تَنَازَعُوْا فَتَفْشَلُوْا وَ تَذْھَبَ رِیْحُکُمْ وَ اصْبِرُوْا ؕ اِنَّ اللّٰہَ مَعَ الصّٰبِرِیْنَ (ۚ۴۶) وَ لَا تَکُوْنُوْا کَالَّذِیْنَ خَرَجُوْا مِنْ دِیَارِھِمْ بَطَرًا وَّ رِئَآءَ النَّاسِ وَ یَصُدُّوْنَ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰہِ ؕ وَ اللّٰہُ بِمَا یَعْمَلُوْنَ مُحِیْطٌ (۴۷)
(پارہ:10، سورۀ انفال:46-47)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او د الله او د هغۀ د رسول تابعداري کوئ او خپل مينځ کښې بے اتفاقي مۀ کوئ ګنې تاسو به بے زړۀ شئ او ستاسو قُوَّت (طاقت) به لاړ شي او صبر کوئ، بے شکه الله د صبر کوونکو سره دے۔ او د هٰغه خلقو پۀ شان مۀ کيږئ کوم چې د خپلو کورونو نه پۀ فخر ووتل او خلقو ته يـې ځان ښودو او هغوئي د الله د لارې نه ايسارول کول، او الله د هغوئي ټول اعمال راګير کړي دي۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! غزوۀ بدر د اِسلامي تاريخ وړومبۍ غزه ده، پۀ 17 رَمَضَانُ المُبَارَک شريف پۀ کال دويمه هجرۍ دا عظيم الشانه معرکه وشوه، پۀ دې کښې د کافرانو شميره د زرو [1000] نه څه کمه يازياته وه او د مسلمانانو شميره 313 وه، يعنې پۀ افرادي قُوَّت کښې واضحه فرق وو، د کافرانو لښکر د مسلمانانو نه درې چنده زيات وو، د هغوئي سره ساز او سامان هم زيات وو، جنګي آلات هم ورسره کافي وو، د دې باوجود د مسلمانانو عظيمُ الشانه فتح نصيب شوه او کافران د عبرتناک شکست سره مخ شو۔