Book Name:Ghazwa e Badar Say Hum Nay Kia Seekha
اتفاق طاقت۔۔۔!! لرګي چې کله جدا جدا وو نو تاسو پۀ اسانۍ سره هغه مات کړل، چې کله پۀ خپل مينځ کښې يو ځائے شول نو تاسو هغه مات نکړے شو۔ زامن يـې پۀ دې خبره باندې پوهه شول او هغوئي جنګ جګړې پريښودلې۔
دا يوه فرضي قيصه ده، مونږه پۀ ماشومتوب کښې لوستلې يا اوريدلې ده، مونږ ته معلومه هم ده خو پۀ دې باندې عمل نۀ کوو۔ بهر حال! پۀ خپل مينځ کښې اتفاق هٰغه عظيم طاقت دے چې دا وي نو کاميابي پۀ هر ميدان کښې نصيب کيږي او چې دا طاقت نۀ وي، پۀ خپل مينځ کښي اختلافات، جنګ جګړې وي نو کاميابي نصيب کيدل ډيره ګرانه ده۔
دُنیا کے جھگڑوں سے یکسر چُھڑا کر غیروں کی الفت کو دِل سے مٹا کر
شاہِ والا مجھے اپنا بنا لو! اپنا بنا لو! مجھے، اپنا بنا لو!
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد
پۀ دريم نمبر باندې الله پاک ارشاد فرمائي:
وَ اصْبِرُوْا
(پارہ:10، سورۀ انفال :46)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او صبر کوئ۔
صبر د کاميابۍ د پاره ډير لازمي څيز دے۔ تر څو پورې چې مونږه پۀ خپلو ښپو ودريدے نۀ شو نو تر هٰغه وخته پورې کاميابيدے نۀ شو۔ کاميابي پۀ اصل کښې د صبر د نتيجې نوم دے۔ چې بنده پۀ هر ميدان کښې، پۀ هر مشکل کښي ثابت قدم وي نو د دُنيا يو طوفان هم هغۀ د خپل مقصد نه نشي لرې کولے، که هر څنګه سخته وي، د هغۀ قدمونه نۀ شي خوزولے، داسې کَس يوه نا يوه ورځ خوامخوا کاميابي حاصلوي ۔
پۀ دُنيا کښي داسې يوه کاميابي نشته کومه چې بغير د محنت او بغير د صبر نه