Book Name:Ghazwa e Badar Say Hum Nay Kia Seekha
الله پاک فرمائي:
وَ لَا تَکُوْنُوْا کَالَّذِیْنَ خَرَجُوْا مِنْ دِیَارِھِمْ بَطَرًا
(پارہ:10، سورۀ اَنْفال:47)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او د هٰغه خلقو پۀ شان مۀ کيږئ کوم چې د خپلو کورونو نه پۀ فخر ووتل او خلقو ته يـې ځان ښودو۔
دا پۀ غزوۀ بدر کښې د کافرانو د شکست د اسبابو بيان دے چې د هغوئي شميره يو زر [1000] وه، جنګيالي هم وو، ساز او سامان هم د هغوئي سره ډير وو، ظاهري اسباب هم د هغوئي سره زيات وو او د مسلمانانو لښکر 313 دے، تورې ورسره هم پوره نۀ دي، د خوراک څښاک سامان ورسره هم پوره نۀ دے، شميره يـې هم دوه چنده کمه ده، د دې باوجود د مکې کافرانو شکست ولې وخوړو؟ د هغوئي د ناکامۍ اسباب څۀ وو؟ الله پاک هٰغه اسباب مونږ ته وښودل خو مخاطِب يـې هم مونږ کړو يعنې د هغوئي د ناکامۍ چې کوم اسباب وو، مونږ ته يـې وفرمائيل چې تاسو دا کار چرې هم مۀ کوئ۔ هٰغه اسباب څۀ دي؟ فرمائي:
خَرَجُوْا مِنْ دِیَارِھِمْ بَطَرً
(پارہ:10، سورۀ اَنْفال:47)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: د خپلو کورونو نه پۀ فخر ووتل۔
دا د ناکامۍ بنيادي سبب دے: * فخر کول * زۀ زۀ کول * پۀ خپلو مَټو باندې * پۀ خپل طاقت باندې * پۀ خپل عقل باندې * پۀ خپله پيسه باندې * پۀ خپل ذهانت باندې باور کول او وئيل چې زۀ به دا کار وکړم۔ دا څيز انسان تباه او برباد کوي۔
د روايتونو مطابق د مکې کافران چې کله د بدر ميدان ته د خپلو کورونو نه ووتل نو د غرور او تکبر پۀ نشه کښي مست وو، ابو جهل وئيلي وو چې پۀ خدائے مې دې قَسم وي! مونږ به پۀ شان او شوکت سره بدر ته ځو، هلته به اوښان ذبح کوو او ښه به يـې [پخپله]