Ghazwa e Badar Say Hum Nay Kia Seekha

Book Name:Ghazwa e Badar Say Hum Nay Kia Seekha

دا ده د پوهې خبره۔۔۔!!

اَلْوَلَایَۃُ لِلّٰہِ الْحَقِّ ؕ

اِختيار د چا دے؟ د رښتوني الله پاک۔ ځکه مونږ له پکار دي چې چرې هم تکبر نۀ کوو، هميشه د عاجزۍ نمونې شو۔

(5): ریا

الله پاک نور فرمائي:

وَ رِئَآءَ النَّاسِ

 (پارہ:10، سورۀ انفال:47)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او خلقو ته يـې ځان ښودو۔

دا د مکې د کافِرانو د شکست دويم سبب دے: ريا، ښودنه، نوم او نمائش۔ که مونږه کاميابي غواړو نو پۀ مونږ باندې لازم دي چې د نوم او نمائش نه هميشه ځان وساتو۔ زمونږه هر کار صرف او صرف د الله پاک د رضا د پاره وي۔ د نوم او د نمائش پۀ ذريعه اګر چې بعضې وخت کاميابي حاصليږي خو هغه پۀ حقيقت کښې کاميابي نۀ وي بلکې پۀ اوبو باندې ودرولے شوې يوه وداني وي کومه چې به ډيره زر پۀ زمکه باندې راغورځيږي۔

يقين وکړئ چې ښودنه د انسان د ذِلت او ناکامۍ د ټولو نه لوئي وجه ده، يوه نيکي کول او هغه پۀ هر ځائے کښې بيانول، د نوم او د نمائش خواهش لرل ښه خبره نۀ ده بلکې د سپيرۀ والي سبب دے۔

ريا د کاميابۍ پۀ لاره کښې خنډ دے

ياد ساتئ چې ريا د حقيقي کاميابۍ پۀ لاره کښې ډير لوئي خنډ [يعنې رکاوټ] دے بلکې داسې ووايئ چې هٰغه اسباب، هٰغه کارونه، هٰغه ذريعې کومې چې مونږه حقيقي کاميابۍ ته رسولے شي، ريا هٰغه ذريعې د ناکامۍ اسباب جوړوي۔ يعنې ريا دومره خرابه