Book Name:Ghazwa e Badar Say Hum Nay Kia Seekha
و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم سره مشوره وکړه چې اوس څۀ کول پکار دي نو د مسلمانانو وړومبي خليفه حضرت ابو بکر صِدِّيق او د مسلمانانو دويم خليفه حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُما او نورو مهاجرو صحابه کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم عرض وکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! (هُم ستاسو د پاره مو مکه پريښودله، خپل کور کلے مو قربان کړو) اوس به ځانونه هم قربانوو۔ بيا خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د انصارو صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم طرف ته مخ کړو، حضرت سعد بن عُبَاده رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ودريدلو او عرض يـې وکړو: يَا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! کيدے شي چې تاسو زمونږ نه رائے اخلئ۔ اے د الله پاک اخري نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! د بدر ميدان خو دا دے چې تاسو وفرمايئ نو مونږه سمندر ته هم د کوزيدو د پاره تيار يُو۔ بَل صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ودريدلو او عرض يـې وکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! مونږه د بني اسرائيلو پۀ شان نۀ يُو چې هغوئي حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام ته وئيلي وو:
فَاذْھَبْ اَنْتَ وَ رَبُّکَ فَقَاتِلَاۤ اِنَّا ھٰہُنَا قٰعِدُوْنَ (۲۴)
(پارہ:6، سورۀ مائدہ:24)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: تۀ او ستا رب دواړه لاړ شئ او وجنګيږئ، مونږ خو هُم دلته ناست يُو۔
يَا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! مونږه به پۀ تاسو باندې خپل ځانونه قربان کړو۔ ([1])
دا د اِطاعت جذبه کومه چې پۀ صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم کښې وه، پۀ اصل کښې هم دغه جذبه وه کومې چې 313 د بدر ميدان ته بوتلي هم وو او فتح يـې هم ورکړې وه۔ يو شاعر ډيره ښکلې خبره کړې ده چې د بدر پۀ ميدان کښې د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم سره تورې هم پوره نۀ وې، د جنګ سامان هم کم وو، افرادي قوت هم کم وو، د دې باوجود هغوئي د بدر ميدان ته ولې لاړل؟ پۀ کوم باور باندې ميدان ته کوز شول۔ نو شاعر وائي: