Book Name:Ameer e Ahle Sunnat Ke Ulama Se Mohabbat
د دې څۀ وجه ده چې اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د علمائے کرامو سره دومره محبت کوي، د هغوئي د عزت او تعظيم کولو دومره حکم ارشاد فرمائي۔۔۔؟؟
هغوئي دَامَتْ بَرَکاَتُھُمُ الْعَالِیَہ فرمائي: ځکه چې * دا هُم علمائے کرام دي کوم چې د انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام حقيقي وارثان او جانشين دي: د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد مبارک دے: اِ نَّ الْعُلَمَاءَ وَرَثَةُ الْاَ نْبِيَاءِ بے شکه هُم علماء د انبياؤ وارثان دي([1]) *هُم دا علمائے کرام دي کوم چې خلق د دِينِ اِسلام طرف ته راغب کوي * هُم دا علمائے کرام دي کوم چې د مسلمانانو د عقيدو حفاظت کوونکي دي * هُم دا علمائے کرام دي کوم چې پۀ صحيح معنو کښې د الله پاک او د هغۀ د حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پيژندګلو لرونکي دي * هُم دا علمائے کرام دي کوم چې د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان ادب ښودونکي دي * هُم دا علمائے کرام دي کوم چې د اهلِ بيت رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم د محبت سبق ښودونکي دي * هُم دا علمائے کرام دي کوم چې د مسئلو شرعي حل راويستونکي دي * هُم دا علمائے کرام دي کوم چې د طهارت او نجاست مسئلې ښودونکي دي * هُم دا علمائے کرام دي کوم چې د پاکۍ او پليتۍ فرق ښودونکي دي * هُم دا علمائے کرام دي کوم چې د غسل، کفن، دفن مسئلې ښودونکي دي * د مدرسو او د جامعاتو او د جوماتونو چلوونکي هم علمائے کرام دي۔ هم دا وجه ده چې زۀ نۀ يواځې پخپله د علمائے کرامو د ادب او احترام سعادت حاصلووم بلکې نورو ته هم د دې تلقين کووم۔([2])
ہم کو اے عطار سنی عالموں سے پیار ہے اِنْ شَاءَ اللہ دو جہاں میں اپنا بیڑا پار ہے