Book Name:Ameer e Ahle Sunnat Ke Ulama Se Mohabbat
نظر او د اوليائے کرامو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم پۀ فيضان سره د دعوتِ اِسلامي دِيني پيغام پۀ ټوله دُنيا کښې عام شو * هغوئي به د لرې پرتو علاقو سفر کولو * پۀ يوه ورځ کښې به يـې ډير بيانونه کول * جومات جومات، کلي کلي، ښار ښار ته به يـې تشريف وړلو * خلقو له به يـې د نيکۍ دعوت ورکولو * چې چرته به مړے وشو نو د مسلمانانو د غم خورۍ، زړۀ ساتنې او ښيګړې د جذبې لاندې به يـې مړي له پۀ خپلو لاسونو باندې غسل ورکولو، کفن به يـې ورته اچولو، جنازه به يـې ورله کوله * د غم او د خوشحالۍ پۀ موقع باندې به يـې د مسلمانانو داسې زړونه ساتل چې هغوئي به هم د نيکۍ د دعوت عام کولو د پاره د اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د سفر ملګري جوړ شول۔
د اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د پرله پسې کوششونو پۀ وجه * کوم چي بے نـمانځه وو نـمونځ ګزاره جوړ شول بلکې د جوماتونو امامان جوړ شول * بد نظر کوونکي حيادار جوړ شول * مور پلار تنګوونکي ادب کوونکي جوړ شول * غلا کوونکي، ډاکوان راغلل، توبه يـې کړه، غلا، ډاکې يـې پريښودلې او د معاشرې شريف انسانان جوړ شول * د حسد پۀ وور کښې سوزيدونکي شُکر ګزاره او خير خواه جوړ شول * د فلمونو او د سندرو شوق لرونکي د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نعت لوستونکي او اوريدونکي جوړ شول * د دُنيا د ګنده ګناهونو پۀ عشق کښې ګرفتار، د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د زلفو مئينان جوړ شول * پۀ مال او دولت پسې منډې وهونکي د الله پاک د رضا طلب ګاران جوړ شول * شرابيان راغلل، توبه يـې کړه او پاک انسانان جوړ شول * غافله راغلل او عبادت ګزاره جوړ شول * د بے لارې شوو نيغه لار نصيب شوه * د زرګونو کافرانو د اِسلام نعمت نصيب شو۔ داسې يو يو دوه دوه راتلل، د نيکۍ د دعوت پۀ دې سفر کښې د هغوئي سره شامليدل، قافله جوړيدله او اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د نيکۍ د دعوت