Book Name:Ahle-Taqwa Kay 4 Ausaf
په 8 اپريل، 2022ء د پاكستان هفته وار اجتماعاتو كښې کيدونکے بيان
د اهلِ تقوٰى اوصاف
اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَ الصَّلٰوۃُ وَالسَّلَامُ عَلٰی سَیِّدِ الْمُرْسَلِیْنَ ط
اَمَّا بَعْدُ فَاَعُوْذُ بِاللّٰہِ مِنَ الشَّیْطٰنِ الرَّجِیْمِ ط بِسْمِ اللہِ الرَّحْمٰنِ الرَّ حِیْم ط
اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا رَسُولَ اللہ وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا حَبِیْبَ اللہ
اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا نَبِیَّ اللہ وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا نُوْرَ اللہ
نَوَيۡتُ سُنَّتَ الۡاِعۡتِكَافِ (ترجمه: ما د سُنَّتِ اعتكاف نِيَّت اوكړو)
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! چې كله جُمات ته داخل شئ، نو د اِعتِكاف نِيَّت كوئ، تر څو پورې چې په جُمات كښې ئې نو د اِعتِكاف ثواب به مو كيږي. ياد ساتئ! جُمات كښې د خوراك څښاك، اُوده كيدلو شرعاً اجازت نشته، البته كه د مخكښې نه مو د اعتكاف نِيَّت كړے وي نو دا ټول كارونه به ضِمناً جائز شي.
زمونږ خوږ آقا مكي مدَني مصطفٰـى صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائي: زَیِّنُوْا مَجَالِسَکُمْ بِالصَّلَاۃِ عَلَیَّ خپل مجلسونه په ما باندې دُرُود شريف لوستلو باندې ښائسته كړئ! فَاِنَّ صَلَاتَکُمْ عَلَـیَّ نُوْرٌ لَّـکُـمْ یَوْمَ الْقِیَامَۃِ بے شكه ستاسو په ما باندې دُرُود لوستل به د قيامت په ورځ ستاسو د پاره نُور وي.[1]