Book Name:Ahle-Taqwa Kay 4 Ausaf
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! غور اوكړئ! دا څومره اعلٰـى خوبئ دي *كومې چې الله پاك په تقوٰى كښې ايښودې دي * تقوٰى د هر خير اصل دے * ټول مخكښې وروستو [خلقو] ته د تقوٰى وصيت شوے دے * تقوٰى والا هم هغه انسان دے د چا نه چې خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زيات خوشحاليږي * تقوٰى هم د عِزَّت اصل مِعيار دے. مونږ له پكار دي چې د داسې عَظِيمُ الشَّان دولت حاصلولو يعني تقوٰى اختيارولو كوشش اوكړو.
الله پاك په قرآنِ كريم كښې ارشاد فرمائي:
وَ تَزَوَّدُوْا فَاِنَّ خَیْرَ الزَّادِ التَّقْوٰى٘- (پارہ:2،سورۂ بقرہ:197)
[مفهوم] ترجمۂ کَنْز الايمان: او توشه (د سفر خرچه) ځان سره واخلئ چې د ټولو نه ښه توشه پرهيزګاري ده.
په دې آيتِ كريمه کښې حكم وركړے شوے دے چې كله هم په سفر ځئ نو د سفر سامان ځان سره اخلئ! د ټولو نه بهترينه توشه تقوٰى ده. خاص طور چې مونږ ته د ټولو نه اهم او يقيني د آخرت سفر کول دے، په دې سفر كښې خو اصل توشه تقوٰى ده. د حُجَّةُ الاسلام اِمام محمد بِن محمد غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو خپل وفات شو نو هغوئي د هغه د دفن كولو نه پس د هغه په قبر باندې يو عبرتناك شعر اوليكلو:
لَیْسَ زَاد سِوَی التُّقَا فَخُذِیْ مِنْہُ اَوْ دُعِی
د دې سفر توشه صرف تقوٰى ده، اوس ستاسو خوښه ده چې تقوٰى اختياروئ او كه نه.[1]