Book Name:Ahle-Taqwa Kay 4 Ausaf
زمونږه اسلاف (يعني د الله پاك نيك بندګان څوک چې مُتَّقيان، پرهيزګاران وو، هغوئي) به صرف د قبر او آخرت فِكر لرلو او هغوئي به هر وخت د مرګ په تيارئ كښې مصروفه اوسيدل. * حضرت خواجه سِرِّي سقطي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه 98 كاله په دُنيا كښې ژوند تير كړے دے، د ځنكدن د وخت نه علاوه چا هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ملاست نه دي ليدلي، هميشه به ئې عبادت كولو * محمد جريري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو كال په مكه مكرمه كښې پاتې شوے وو، نه اوده شوے دے، نه ئې ملا سيدها كړې ده، نه ئې ښپے غزولې دي، د سحر لمَونځ ادا كولو نه پس به ئې د الله پاك ذِكر شروع كړو، ماسپخين به شو، د ماسپخين لمَانځه نه پس به بيا د الله پاك ذِكر كښې مصروف شو، تر دې چې مازيګر به شو، نو د مازيګر نه تر ماښامه پورې، د ماښام نه ماسخُوتنه پورې، د ماسخُوتن نه د سحره پورې به ناست وو او د الله پاك ذِكر به ئې كولو * حضرت ابوبكر عيَّاش رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به هره ورځ 30 زره پيرې سورۀ اِخلاص لوستلو، هره ورځ به ئې 500 ركعته نفلونه كول، په ورځ كښې به ئې څو څو ځله د قرآنِ كريم ختم كولو * حضرت اِمام اعظَم ابُوحنيفه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه 40 كاله د ماسخُوتن په اوداسه د سحر لمُونځ ادا كړے دے، هره شپه به ئې په دوو ركعتو كښې د قرآنِ كريم ختم كولو.[1]
اندازه اولګوئ! د الله پاك دا نيكان بندګان به څنګه هر وخت په نيك كارونو كښې مصروفه اوسيدل، هغوئي سره د آخرت فِكر وو، مرګ او قبر ياد لرونكي وو. كاش!