Book Name:Ahle-Taqwa Kay 4 Ausaf
د ټولو مسلمانانو مور محترمه حضرت عائشه صِدِّيقه رَضِیَ اللهُ عَنْها فرمائي: رَسُولِ اكرَم، نُورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دُنيا په يو څيز هم نه خوشحاليدلو او د مُتَّقـي او پرهيزګار انسان نه سِوا هغوئي چا خوشحاله كړي نه دي.[1]
الله پاك په قرآنِ كريم كښې ارشاد فرمائي:
اِنَّ اَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللّٰهِ اَتْقٰىكُمْؕ- (پارہ:26،سورۂ حجرات:13)
[مفهوم] ترجمۂ کَنْز الايمان: بے شكه د الله په نِزد زيات عِزَّت والا هغه دے څوک چې په تاسو كښې د ټولو نه زيات پرهيزګار دے.
د دې آيتِ كريمه نه معلومه شوه چې د الله پاك په بارګاه كښې د فضيلت او عِزَّت دارومدار نسب نه بلكه پرهيزګاري ده، ځکه هر يو مسلمان له پكار دي چې هغه په نسب باندې د فخر كولو نه بچ شي او تقوٰى او پرهيزګاري خپله كړي چې د الله پاك په بارګاه كښې ورته عِزَّت او فضيلت نصيب شي. [2]
يو عربي شاعر وائي:
مَا یَصْنَعُ الْعَبْدُ بِعِزِّ الْغِنیٰ وَ الْعِزُّ کُلُّ الْعِزِّ لِلْمُتَّقِیْ
ترجمه: انسان به د مال او دولت په عِزَّت څه اوكړي، عِزَّت خو ټول د مُتَّقي د پاره دے.